Skip to content
پر بشرحقونو د څار سازمان له لوري په خپور شوي راپور کې راغلي،چې د جنورۍ میاشتې را پدیخوا په افغانستان کې نږدې۱۳ زرو ماشومانو د خوارځواکی له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
شراپور کې ویل شوي دي،چې څه باندې درې اعشاریه پنځه میلیونه ماشومان اوس هم د خوړو په برخه کي مالي ملاتړ ته اړتیا لري.
پر بشر حقونو د څار سازمان راپور یوه برخه:«له جنورۍ میاشتې راپدیخوا افغانستان کې نږدې ۱۳ زره نوي زیږیدلي ماشومان د خوارځواکۍ او د لوږې پورې د تړلو نورو ناروغیو له امله مړه شوي دي او څه باندې ۳.۵ میلیونه نور ماشومان اوس هم د خوړو په برخه کې مالي ملاتړ ته اړ دي.»
بل خوا د ماشومانو د ساتنې نړیواله اداره یا سېف د چلډرن وایي،په افغانستان کې ۹۶ سلنه کورنۍ محدودو خوړو ته لاسرسی لري.
د ماشومانو ساتنې نړیواله اداره وايي:« په افغانستان کې اوسم هال ۹۶ سلنه کورنۍ محدودو خوړو ته لاسرسی لري او یا داسې خواړه خوري،چې نه یې غواړي. زموږ د سروې له مخې، ۵۲ سلنه د منځني عمر لرونکي افغان ماشومان له خوراځواکۍ سره مخ دي.»
د عامي روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر بیا وايي، تیرو اووه میاشتو کې یې زرګونه خوارځواکه ماشومانو ته خدمات وړاندي کړي او د افغانستان په ټولو صحي مرکزونو کي خوارځواکو ماشومانو ته جدي پاملرنه کیږي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي ډاکتر رامز الاکبروف په خپل راپورکې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
نوموړي زیاته کړې ده،چې د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې له سختې لوږې سره د مخامخ وګړو شمېر ۱۴ میلیونه وه، خو د ۲۰۲۱ تر مارچ میاشت پورې دغه شمېر ۲۳ میلیون کسانو ته زیات شوی دی.