Skip to content
ملګرو ملتونو د اسلامي امارت هغه اعلان هرکلی کړی دی، چې پر بنسټ یې د افغانستان ټول ښوونځي د راتلونکې کال وري میاشتې پر درېیمه پیل کېږي.
د یاد سازمان عمومي منشي انټونیوګوترس تمه کړې ده،چې اوس د اسلامي امارت د شوې ژمنې د عملي کېدو وخت دی او د ټولو نجونو و هلکانو ښوونځي پرانېستل شي.
ګوترس زیاته کړې:« زه د طالبانو له خوا د هغه پلان د اعلان هرکلی کوم،چې پر بنسټ یې د مارچ پر دویشتمه نېټه د ټولو هلکانو او نجونو لپاره ښوونځي پیل کېږي. دا پلان باید اوس عملي شي، د نجونو او هلکانو لپاره باید د ټولو ښوونځیو دروازې پرانېستل شي،چې زده کړو ته لاسرسی ولري.»
د اسلامي امارت پوهنې وزارت نشراتو مشر عزیز احمد ریان وايي، د ګرمسیرو ولایتونو ښوونځي په وږي میاشت کې پیل شوي او د پاتې ۲۴ سړو ولایتونو ښوونځي به هم د راتلونکوې کال وري میاشتې پر درېیمه نیټه پیل شي،چې له دې سره به دا بهیر ټول افغانستان ته وغځیږي.
ریان له شمشاد سره په خبرو کې یادونه کړې،چې د نویو زده کوونکو د جذب برخه کې هم کوم محدودیت نه دی لګول شوی او په وینا یې دا بهیر پیل شوی دی.
ریان زیاتوي:« د هېواد په ۲۴ سړو ولایتونو کې بله د حمل په درېیمه ښوونځي پیل کېږي او په ګرمسیرو ولایتونو کې بیا ښوونځي په سنبلې میاشت کې پیل شوي دي. دې سره به په ټول افغانستان کې نجونې او هلکان ښوونځیو ته ځي،خو نجونې به جلا وي او هلکان جلا، په کومو ښوونځیو کې چې د تعمیر ستونزه ده،هلته به وختونو جلا کیږي او د نجونو لپاره به ښځینه استادانې وي. استادان به حجاب مراعت کوي او د جذب پروسه هم روانه ده. د زده کوونو هیڅ محدودیت نشته دی،په اعظمي کچه شاګردان جذب کیږي. د کتابونو برخه کې له درې هېوادونو سره هوکړه شوې او ټول چې چاپ شي، نو په ۲۹ ولایتونو کې به موږ د کتابونو کمښت ستونزه ونه لرو.»
د سیاسي چارو شنونکي په دې اند دي،چې له اسلامي امارته د رسمیت پیژندنې برخه کې د نړیوالې ټولنې یوه غوښتنه د نجونو ښوونځیو پیل و،چې دا اقدام به دوی رسمیت پیژندنې ته لا نږدې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« له طالبانو د نړېوالې ټولنې یوه غوښتنه دا وه،چې باید په افغانستان کې د نجونو ښوونځي پرانېستل شي. د طالبانو دا اقدام له دوی سره به مرسته وکړي،چې د رسمیت پیژندنې پر لور لاړ شي او دا یې مثبت ګام دی.»
د پوهنې وزارت ټینګار کړی دی،چې د نجونو او هلکانو درسي وختونه به جلا وي، نجونو ته به ښځینه ښوونکې زده کړه ورکوي او ټول ښوونکي به د شرعي حجاب په مراعت کولو سره دندو ته ځي.
د هېواد پر کچه د هلکانو ښوونځي تېر کال پیل شوي و،خو نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکول کېده،چې له دې وروسته به د ټولو کچو ښځینه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي.