Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي،اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالو ټولې غوښتنې پوره کړي دي.
له ۷ میاشتو زیاته موده کېږي،چې افغانستان له یوې اوږدې خونړۍ جګړې راوتلی دی.
له جګړې وروسته افغانستان د نړیوالو اقتصادي او سیاسي بندیزونو سره مخ شو،چې ورځ تربلې په کې اقتصادي کړاو په زیاتېدو دی او دلته بیا هم ټولې سترګې د نړۍ مرستو ته اوړي.
نړیوالو اسلامي امارت ته یو لړ شرایط په مخکې ایښي،چې اسلامي امارت یې د پوره کېدو ډاډ ورکوي.
نړۍ له افغان حکومت غواړي،چې ښځو ته د زده کړو،کار اود حکومت په اډانه کې نورو لوریو ته ځای ورکړي.
بشري حقونو ته درناوی هم یو له دې شرطونو دی.
اوس له دې ټولو سره سره د اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وایي،د نړۍ غوښتنې پوره شوي، خو د ځان بسیاينې لپاره مرستې ته اړ دي.
متقي زیاته کړه:«اسلامي امارت ټولې هغه غوښتنې پوره کړي دي،چې نړیوال یې غواړي. د رسمیت پېژندنې ټولې اړتیاوې پوره شوي دي،د ځان بسیا لپاره موږ د پرمختګ په برخه کې مرستې ته اړیو.»
نړیوالو له افغانستان سره د مرستو بهیر جاري ساتلی دی،خو په دې موده کې وضیعت عادي شوی نه دی، بانکونو ته لاس رسی محدود دی او پانګونې لپاره پانګه وال لاس کې پیسې نه لري.
په سیمه کې د اوکراین او اوس په پاکستان کې سیاسي کشمکش د افغانستان پر وضیعت منفي اغیز کړی دی.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« په حقیقت کې د افغانستان پېژندل د نورو هېوادونو کار دی،خپله افغانستان فشار نه شي راوستلی،خو زه دوو شیانو ته متوجې یم، یو د اوکراین روان جنګ،چې د هېوادونو سیاسي او جیوپولیټیک خطونه تغیروي، دا یو تاثیر لري بل پاکستان کې اوسنی وضیعت په دې ورځو کې،چې هلته بدلون راځي او که نه؟ دا اغیز لري.»
خو پوښتنه دا ده،چې څنګه کېدای شي، افغانستان په ځان بسیا شي او له اقتصادي کړکېچ راووځي؟
د سیاسي چارو شنونکی عزیر پاچا تڼی وايي:« زما په نظر د افغانستان د مسلې حل په یو او بل منلو او وخت ورکولو کې دی، ملي مسایلو ته په درناوي کې دی، ترڅو چې موږ ټول افغانان یو او بل ونه منو، د افغانستان د مسلې حل راته مشکل ښکاري.له هرڅه نه وړاندې اسلامي او دینې مسایل لومړي خط کې واچو، ځوانانو ته وخت ورکړو.»
ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکې کې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین د مخنوي لپاره لوی کنفرانس جوړ شي، هغه کنفرانس کې به له نړیوالو وغوښتل،چې افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.
اوس مهال نړیوال ډېر د اوکرین او روسیې په جګړې تمرکز کوي او د افغانستان لور ته لېوالتیا د اوس لپاره کمه لیدل کېږي.