Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 د کرنې وزارت پکتیا کې بڼوالو ته ۳۶ زره میوه لورونکي نیالګي ووېشل 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/21

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ  وزارت د پکتیا ولایت اریوب ځاځیو، شواک، ګرده څیړۍ ، څمکنیو، جاني خیلو او احمدخیلو ولسوالیو کې پر بڼوالو ۳۶ زره میوه لرونکي نیالګي ووېشل.

د یاد وزارت مرستیال صدراعظم وایي،یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د نیالګیو ورته ویشل په پام کې لري او نږدې راتلونکي کې به پیل شي.

هغه زیاته کړه:« تقریبا شپږو ولسوالیو کې به ۳۶ زره نیالګي کینول شي. نورو ولایتونو کې هم ورته پروګرام په پام کې لرو او نږدې راتلونکي کې به یې ویش پیل شي.» 

مسئولین د دغه لسګونه زره نیالګیو ویش د نشه یي توکو د مخنيوي هڅو یوه برخه بولي او وایي، یادو شپږو ولسوالیو کې یې د غنمو اصلاح شوي تخمونه هم ویشلي،ترڅو خلک د نشه یي توکو له کرلو راوګرځوي.

د پکتیا کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مومند خروټی  وايي:« دغه د دې لامل ګرځي، خلک د نشه یي توکو له کرلو لاس واخلي،ځکه د دغو میوه لرونکو ونو حاصل له نشه یي توکو زیات دی.» 

بڼوال د لسګونه زره نیالګیو ویش ته خوشاله دي او ژمنه کوي،چې تر دې وروسته به خپلو ځمکو کې نشه یي توکي نه کري او له نورو خلکو هم غواړي،چې د نشه یي توکو له کرلو دې لاس واخلي.

د پکتیا اوسېدونکی  وايي:«زما ۴۰ جریبه ځمکه ده، پلان لرو ،چې ۲۰ زره نیالګي سږ کال کینوو او پاتې۲۰ زره نیالګي راتلونکي کال کې کینوو.»

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« نشه یي توکي چې کرل کېږي،د یو جریب نشه یي توکو له ګټې د یوې ونې کینول ګټه ده. زه له خلکو غواړم،چې خپلو ځمکو کې دې د نشه يي توکو کرلو پر ځای ونې کینوي.» 

بڼوال له کرنې وزارت او مرستندویه بنسټونو غواړي،چې د سړو خونو،چیک ډیمونو او حاصلاتو ته دې د بازار موندنې برخه ورسره همکاري وکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي
افغانستان

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو
افغانستان

وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist