افغانستان که څه هم دمګړی د ځمکې پر سر له یو ستر بشري ناروین تیریږي،خو ملګري ملتونه وایي، اوسنۍ وضیعت په یاده درجه بندۍ کې رول نه لري،بلکې دا پایلې د تېرو درې کلونو شمېرو هغه دي.
له افغانستان وروسته لیبنان، بوستوانا، روانډا او زیمبابوې نور هغه هېوادونو دي،چې په ترتیب د نړۍ له ناخوښو هېوادونو پیژندل شوي دي.
په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې فېنلنډ د نړۍ پر کچه تر ټولو خوښ هېواد و،چې له لسو یې اووه اعشاریه اته نومرې ترلاسه کړي دي.
د ملګرو ملتونو راپور یوه برخه:« فېنلنډ د څلورم ځل لپاره هم د نړۍ پر کچه د تر ټولو خوښ هېواد په توګه پيژندل کیږي. ډینمارک، سویس،ایسلنډ او نیدرلنډ څلور نور هغه هېوادونه دي،چې په ترتیب سره د نړۍ په خوښو هېوادونو یادیږي.»
باور دا دی، په افغانستان کې د امریکا د شل کلن ناکام حضور یوه بېلګه دا هم ده،چې له تریلیونونو ډالرو لګلولو وروسته هم افغانستان د نړۍ پر کچه له سخت بشري ناروین تیریږي او دا هېواد لا هم د نړۍ تر ټولو ناخوښ هېواد ګڼل کیږي.