Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړیوال بانک: افغانستان د تېر کال وروستیو نهو میاشتو کې د ۱.۷ میلیادره ډالرو صادرات کړي 

نړیوال بانک:افغانستان کې د شخصي کارونو کچه لوړه خو د حکومتي  بیا د پام وړ راښکته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/17

نړیوال بانک د سې شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۲۴ مه»  د خپلې هغې سروې وروستی راپور خپور کړ،چې پر بنسټ یې په بېلا بېلو برخو کې افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنی راوروسته د افغان کورنیو ژوند ته کتنه شوې ده.

یاد بانک وایي، سروې یې د ټیلیفون له لارې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې کړې ده.

د نړیوال بانک سروې ښیي،که څه هم افغانان لا هم د ژوند محدودو خدماتو ته لاسرسی لري،خو د پیسو نه شتون له امله لا هم له ټولو خدماتي برخو بې برخې دي.  د کار او دندو برخه کې د نړیوال بانک سروې دا موندنې لري.

د نړیوال بانک راپور یوه برخه:«  په ښارونو او کلیوالو سیمو کې د هغو خلکو شمېر زیات شوی دی،چې د دندې په لټه کې دي.

په کلیو کې د بې روزګاری کچه لوړه،خو په ښارونو کې د ښه امنیت له امله دا کچه ټیټه ده. د حکومتي دندو کچه په ټوله کې ټیټه شوې،خو د شخصي کاروبار کچه لوړه شوې ده. په کار بوخت خلک په خپلو عوایدو کې د کمښت شکایت کوي.»

نړیوال بانک همداراز موندلې،چې په ټوله کې لا هم ښوونځیو ته د تلووړنکو زده کوونکو جنسي توپیر شته دی او د نجونو پرتله د هلکانو شمېر لوړ دی. 

د دغې سروې موندنې ښيي،چې د ۲۰۱۹ زېږدیز کال پرتله د ښځینه او نارینه زده کوونکو شمېر لوړ شوی او اوس لومړنیو ښوونځیو ته ډېرې نجونې ځي.

د نړیوال بانک د راپور یوه برخه:«  په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د خراب امنیت له امله کمې نجونې ښوونځیو ته تللې،خو اوس دا شمېر په ښارونو کې لوړ شوی دی. په کلیو کې د ښځینه زده کوونکو شمېر کې بدلون نه دی راغلی. د هغو افغانو کورنیو په شمېر کې کمښت راغلی دی،چې نجونې یې منځنیو ښوونځیو او لیسو ته استولې.»

په سروې کې وړاندې ویل شوي دي،چې په کلیو او ښارونو کې اوس کورنۍ سالمو خوړو ته لاسرسی نه لري او د هغو کورنیو شمېر ۷۰ سلنه ته پورته شوی دی،چې  کورنیو ته خواړه او نور اړین توکي نه شي چمتو کولای.

د روغتیایي برخې په تړاو ویلي شوي،چې د تېر زېږدیز کال له اکتوبر تر ډیسمبر میاشتې پورې ۹۴ سنله خلکو،چې مېرمنې هم پکې شاملې دي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی درلود.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي
افغانستان

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو
افغانستان

وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist