Skip to content
ټاکل شوې ده،چې ملګري ملتونه د روانې مارچ میاشتې په ۳۱ نیټه دافغانستان په تړاو ځانګړې او مهمه ناسته جوړه کړي.
دغه ناسته چې له افغانانو سره د بشري او اقتصادي مرستو راټولولو په موخه جوړېږي، دافغانستان لپاره به په کې د څه باندې څلور میلیارده ډالرو بسپنې غوښتنه وشي.
ګڼ شمیر هیوادونو له وړاندې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې ده،چې په دغه ناسته کې به یې اعلان کړي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، د ملګرو ملتونو دغه ناسته په اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان په نړیواله سیاسي انزوا کې دی، له رسمیت پیژندنې سره هم مرسته کوي.
ځلاند زیاته کړه:« په ۳۱ د مارچ ب په ملګرو ملتونو کې مهمې غونډې کیږي، یوه هم د بشري مرستو او د افغانستان د ثبات او ټیکاو لپاره بسپنې راټولیږي او کیدای شي، تر ۹ میلیارده ډالرو پورې مرستې وغوښتل شي او په دې برخه کې ګڼ هېوادونه وار دمخه ژمن دي او دا د افغانستان لپاره په اسنیو سختو شرایطو کې یوه تاریخي شیبه ګڼل کیږي.»
خوځینې بیا په دې باور دي،چې د نړیوال مشروعیت لپاره ډېر داسې کارونه شته دی،چې پر کور دننه باید ترسره شي.
پخوانۍ افغان دیپلوماته شکریه بارکزۍ وايي، د بشري مرستو په برخه کې د نړیوالو ښه نیت به په دې مانا نه وي،چې دومره ژر دې افغانستان پر رسمیت وپیژندل شي.
بارکزۍ زیاته کړه:« د ښځو حقونو په هلکه او د افغانستان د خلکو د ابتدایي حقونو په هلکه باندې هم سر بیره پردې چې د داخلي مشروعیت ترلاسه کولو لپاره لارې چارې باید ولټول شي دا د بهرني مشروعیت لپاره هم یو مورد دی، دا چې نړیوال غواړي،د بشري مرستو په هلکه باندې خپل ښه نیت وښي او همکاري وکړي، دا به په دې مانا نه وي، چې دوی غواړي طالبان په اوسنیو شرایطو سره په مشروعیت وپیژني.»
یو نظر داهم دی،هغه ناستې چې د افغانستان په تړاو کیږي،که د اسلاميامارت استازی په کې نه وي، افغانستان ته یې ګټه نه رسیږي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« دا به هغه مهال یوې پایلې ته ورسیږي،چې د اسلامي امارت یو استازی په دې ناسته کې شتون ولري،تر نن پورې هره ناسته چې د افغانستان په هکله ترسره شوې ده،پرته له کومې پایلې پایته رسیدلې ده. ولې چې په هغو غونډو کې د طالبانو استازو شتون نه درلود.»
دا لومړی ځل دی،چې ملګرو ملتونو کې د یوه هېواد لپاره د دومره زیاتې مرستې راټولولو غوښتنه کیږي، کتونکي په دې باور دي،چې د دې مرستو په رارسیدو سره په افغانستان کې د بشري ناروین مخه ونیول شي او د خلکو داقتصاد څرخ به په حرکت راولي.