د یاد کلي اوسېدونکي وایي، دغه لسګونه ځوانان د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله د رامنځته شوې بې روزګارۍ له کبله له کورونو وتلي،چې کم شمیر یې رسیدلي او پاتې یې ایران او ترکیه کې دي.
د لر لیونیو کلي یو تن اوسېدونکی وايي:« زموږ کلي کې شااوخوا تر سلو کورنۍ اوسېږي. له دغه کلي تیرو درېیو میاشتو کې تر ۸۰ ځوانان اروپایي هېوادونو په تکل له کورونو وتلي دي.»
د لر لیونیو کلي یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« له دغو ځوانانو کم شمیر یې اروپا ته رسیدلي دي. پاتې یې ایران،ترکیه او ځنیو نورو هېوادونو کې بند پاتې دي.»
د لرلیونیو کلي اوسیدونکی سید ګل بیا وايي، دوه وروڼه یې ترکیې، ایران او یو شمیر نورو هېوادونو کې له سختیو ګاللو وروسته اروپا ته رسیدلي دي.
سیدګل زیاتوي:« دوی خو په لاره کې ډېر ستونزې ولېدې. ایران،ترکیه او ان پر لاره له غلو سره هم مخ شول. وهل،ټکول او ډېرې ستونزې یې ورغملې،خو اوس رسیدلي دي.»
د لرلیونیو کلي یو بل اوسیدونکی نعمت الله اروپا ته د درېیو وروڼو د تګ او پر لاره پرې د تیر شویو ستونزو کیسه کوي:« کوم ځوانان،چې له دغه کلي د اروپا په تکل له کورونو وتلي دي، درې یې زما وروڼه دي.یو یې مخکې رسیدلی، دوه اوس تللي دي. ډېرې ستونزې یې پر لاره ولیدې خو اوس شکر ټول رسیدلي دي.»
د هیواد د نورو سیمو پر څېر د دغه کلي ډېری ځوانان د بې روزګارۍ له کبله د اروپا په سفر وتلي دي.
د لر لیونیو کلي اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي،چې پر کور دننه دې کاري فرصتونه رامنځته او په دې ډول دې بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو له تګ مخنیوی وکړي.