د امریکا متحده ایالتو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کینټ مک کینزي د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته په خبرو کې ویلي، امریکا له لېرې په افغانستان کې د وسله والو د فعالیتونو په اړه مالومات ټولوي، خو په خبره یې تر اوسه پورې یې په افغانستان کې د داعش او القاعده پر ضد کوم برید نه دی کړی.
مک کېنزي همداراز ویلي، په اوسنیو شرایطو کې دا اسانه کار نه دی،چې په افغانستان کې د وسله والو هدف پیدا او پرر نښه شي.
مک کېنزي وایي،په افغانستان کې د داعش ډله د ځان منظم کولو په هڅه کې ده او د اوسنیو استخباراتي مالوماتو له مخې اټکل کېدای شي،چې له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې به دا ډله له افغانستانه بهر پر هدفونو د برید کولو جوګه شي.