Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګري ملتونه: افغانستان کې له لوږې سره د مخ افغانانو شمېر ۲۳ میلیونه ته پورته شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/16

ملګرو ملتونو یوځل بیا په افغانستان کې د روان بشري او له فقر سره د مخامخ وګړو په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، په دې هېواد کې د تېر کال پرتله د لوږې کچه لوړه شوې.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مرستیال رامز الاکبروف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له سختې لوږې سره د مخ افغانانو شمېر ۲۳ میلیونه ته پورته شوی دی،چې د تېر کال پرتله نهه میلیونه زیاتوالی ښیي.

الاکبروف  ویلي، دا مهال ۹۵ سلنه خلک په کافي اندازه خواړه نه‌شي خوړلی، په داسې حال کې چې دا شمېرې په هغو کورنیو کې سلو ته رسیږي،چې سرپرستي یې د ښځو لخوا کیږي.

الاکبروف هېواد کې روان مالي او اقتصادي ناورین له نورو هغو لاملونو یادوي،چې خلک یې له سختې لوږې سره مخ کړي دي.

الاکبروف زیاتوي:«په داسې حال کې چې افغانستان کې سختې وچکالۍ د کرنیزو محصولاتو کچه ټیټه کړې ده، بانکي او مالي ناورینونو ۸۰ سلنه خلک دې ته اړ کړي دي، چې لوی پورونه واخلي. د خوړو او تېلو په بیو کې لوړوالی نورې هغه ستونزې دي،چې افغانان ورسره مخ دي. دا  د ستونزو پای نه ده،بلکې نورې ستونزې هم په لاره دي.»

په ورته وخت کې الاکبروف  وايي، د افغانانو ناسم او لږ خواړه د دې سبب شوي،چې د ماشومانو مړینه زیاته او د لویانو په ذهني او فزیکي روغتیا کې کمزورتیا راشي.

رامز الاکبروف د خوارځواکۍ په تړاو هم ویلي، د هېواد ۲۸ ولایتونو ته غځیدلې او دا مهال درې نیم میلیونه افغان ماشومان تغذیوي درملنې ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې:« اوس مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د تغذیوي درملنې ۲۵۰۰مرکزونه فعال دي. د تېر کال اګست میاشتې راهیسې په کلیو او ښارونو کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر ۸۰۰  زره وه، چې روان کال کې به ۳ اعشاریه ۲ میلیونو ته ورسیږي.»

رامز الاکبروف په افغانستان کې د روان ناورین مهار او د نورو وګړو د ژوند ژغورلو لپاره غوښتنه کړې  ده، چې د پیل شویو مرستو کچه دې لوړه شي.

هغه ویلي،که څه هم بشري مرستې د ستونزې اصلي حل نه دی،خو یادوونه یې کړې،چې دا مرستې لږ تر لږه د خلکو ژوند ژغورلی شي.

دا خبرې داسې مهال کېږي، چې ملګري ملتونه، بریتانیا، جرمني او قطر د روانې مارچ میاشتې په ۳۱ نیټه د افغانستان بشري ناورین په تړاو ځانګړی کنفرانس جوړوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي
افغانستان

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو
افغانستان

وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist