Skip to content
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو نړیوالې ادارې د ښځو برخې مشرې هېدر بار د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له مشر غوښتي دي،چې له اسلامي امارت سره د سفرونو د محدودیتونو په لرې کېدو خبرې وکړي.
هېدر بار وایي، افغانان حق لري،چې سفرونه وکړي او له خپل هېواده نورو هېوادونو او سیمو ته ازاد تګ راتګ وکړي.
هغې په ځانګړې توګه د مېرمنو پر سفرونو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده او ټینګار یې کړې دی،چې د پاسپورټ ریاست دې پاسپورټونه په عادلانه ډول وویشي.
اسلامي امارت تازه په دې تړاو څه نه دي ویلي،خو له دې وړاندې یې ویلي وو،د قانوني اسنادو لرونکي افغانان سفرونه کولی شي او پر تګ راتګ محدودیت یې نه شته دی.