د افغانستان اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخوند زاده د سرپرست حکومت چارواکو او ځواکونو ته یو لړ نوې لارښوونې کړي دي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه د اسلامي امارت مشرتابه ملا هیبت الله اخوند، هغه سپارښتنې خپرې کړي، چې په کې د سرپرست حکومت له چارواکو او ځواکونو غوښتل شوي، چې تقوا اختیار کړي، په چارو کې له انصاف کار واخلي، د یو بل په چارو کې له مداخلې ډډه وکړي او له قومي او ژبني تمایلاتو ډډه وکړي.
د اسلامي امارت د مشرتابه سپارښتنې:«خپل ځوریدلي ولس سره احسان وکړئ، له کبر، غرور، ظلم او خیانته ځان وساتئ، له قوم پالنې، سمت او ژب پالنې او انډیوال پرستۍ په کلکه پرهیز وکړئ.»
دغو سپارښتو کې په خپلمنځونو کې په اعتماد جوړونې او یووالي هم ټینګار شوی دی.