Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د نړیوالو سپارښتنې او نسخې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/15

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، دا دافغانانو حق دی،چې څه ډول نظام جوړوي او په دې برخه کې د نړیوالو سپارښتنې او نسخې د افغانستان په  کورنیو  چارو کې لاسوهنه ده.

په ترکیه کې د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم په ناسته کې د ناټو په شمول د نړۍ ډېری هېوادونو مشرانو اواستازو ګډون درلود.

 د افغانستان دبهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کې له نړۍ وغوښتل،چې د نظام جوړونې په برخه کې دې نور پرافغانانو پردۍ نسخې او ایډیالوژۍ نه تپل کېږي.

متقي نړیوال ته په ډاګه کړې ده،چې افغانان دې پريښودل شي،ترڅو د خپلې خوښې نظام ولري.

د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اوصولي وايي، د په دغه نړیوال سټیج د افغانستان د نوي نظام دغه څرګندونې د افغانانو د راتلونکي په تړاو مسولیت منل دي او باید داسې دولت رامنځ ته شي،چې دافغانانو په خوښه او خپلواکي یې په کې خوندي وي.

اصولي زیاتوي:« اوس هم چې د بهرنیو چارو وزیر په نړیوال سټیج دا خبره کوي،دوی حق وايي،چې نړیوالو او بیرونۍ نسخې په افغانستان کې د منلو وړ نه دي او دلته چې دوی مسولیت اخلي افغانانو ته داسې یو حکومت جوړ کړي،چې ټول افغانان په کې د ریښتینې ازادۍ ساه واخلي.» 

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي، د نړیوالو قوانینو پر اساس د نړۍ هېڅ هېواد د دې حق نه لري،چې خپلواکو هېوادونو ته د نظام جوړونې نسخې او سپارښتنې ورکړي.

دوی وايي، اوس چې نړۍ له افغانستان د خپلې خوښې نظام رامنځ ته کول غواړي، د ټولو اصولو خلاف کار دی او په خبره یې دا د  افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په مانا ده. 

د سیاسي چارو شنونکی مختار هاتف وايي:« د نړیوالو قوانینو موازینو او مقرارتو پر بنسټ هیڅ یو هېوا حق نه لري،چې یو ازاد او خپلواک هېواد ته د یو نظام نسخه ورکړي. دا د افغانانو حق دی،چې هرنوع نظام چې افغانان یې غواړي جوړ یې  کړي. په افغانستان کې هره بهرنۍ نسخه هم په تاریخي لحاظ او هم د تجربې له مخې ناکامه شوې ده. د نړیوالو دغه غوښتنه،چې افغانان دې ټول شموله حکومت جوړ کړي، د نړیوالو قوانینو خلاف ده.» 

نړۍ اوس له اسلامي امارته غواړي،چې ټول شموله حکومت رامنځ ته کړي او پخواني حکومتي او غیرحکومتي سیاسیونو ته په کې ونډه ورکړي،خو کتوونکي بیا په دې اند دي،چې امریکا او سیمه غواړي،د ټول شموله حکومت په نوم هغه کسان د افغانستان نوي نظام ته داخل کړي،چې په تېرو شلو کلونو کې د دوی په چوپړ کې ول. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي
افغانستان

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو
افغانستان

وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist