Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان : د افغانستان روغتیایي سیستم تر فشار لاندې دی

روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې ۱.۲ میلیونه ماشومانو ته د شري ضد واکسین لګوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/15

وروسته له هغې،چې د هېواد په ځېنو ولایتونو کې د شري ناروغي زیاته شوه او لسګونه ماشومان یې د مرګ تر خولې ورسول،  د روغتیا نړیوال سازمان د هېواد روغتیا وزارت او اړوندو ادارو سره پر ګډه د شري ضد واکسین کمپاین پیل کړ،چې د روانې مارچ میاشتې تر اوولسمې نېټې به دوام ومومي.

یاد سازمان  رسینو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، یاد واکسین د هېواد ۲۴ ولایتونو په ۴۹ ولسوالیو کې هغو ماشومانو ته لګول کیږي،چې عمرونه یې له شپږو میاشتو تر پنځو کلونو وي.

د واکسین په دې اوونیز کمپاین کې ټولټال ۱.۲میلیونه ماشومانو په دغو ولایتونو کې واکسین کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان  د خبرپاڼې یوه برخه:« بدخشان،بادغیس،بغلان،بلخ،فاریاب، هلمند،هرات،جوزجان، کندهار، کاپیسا، خوست، کندز، لغمان، ننګرهار، نیمروز، نورستان، پکتیکا، پکتیا، پروان، سرپل، تخار، ارزګان، وردک او زابل.» 

د شري ضد واکسین په دې کمپاین کې،چې  ۹ زره ۲۰۰ رضاکاران په‌ کې کار کوي، له  مالي او لوجیسټیکي ملاتړ سربېره یې روزنه هم د روغتیا نړیوال سازمان د شري ناروغۍ د مهار ځانګړي صندوق له خوا ورکول کیږي.

  روغتیاپالانو له خلکو غوښتي دي،چې خپل ماشومان دې د دې ساري ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي،تر څو یې د مرګ مخه ونیسي او د افغانستان پر روغتیایي سیسټم فشارونه راکم کړي.

دوی وایي، د شري ناروغي په هغو ماشومانو کې زیاته پیدا کیږي،چې د بدن ویټامن اې یې کمه وي، کم خواړه ورسیږي او نورو نارغیو یې د بدن معافیت کمزوری کړی وي.

افغانستان کې د روغتیا نړېوال سازمان استازی ډاکټر لو ډپینګ وايي:« په افغانستان کې د شري ناروغۍ روانه خپرېدا له دې امله د ژورې اندېښنې وړ ده،چې دلته خوارځواکي خورا لوړه ده. خوارځواکي د بدن معافیت سیسټم کمزوری کوي،خلک د ناروغیو پر وړاندې کمزوري کوي او په ځانګړي ډول ماشومان د شري په څېر ناروغیو له امله د مرګ تر خولې رسوي.»

د شري په تړاو ویل کیږي،که خوارځواکو ماشومانو ته د دې ناروغۍ دوه ډوزه واکسین ورکړل شي،د مرګ له ګواښه ژغورل کیږي.

افغانستان کې د روغتیا نړېوال سازمان استازی داکټر لو ډپینګ  وايي:« زه له ټولو خلکو  غواړم،تر څو خپلو ماشومانو ته د دې مرګونې خو مخنیوي وړ ناروغی د واکسین ډالی ورکړي او ژوند یې وژغوري. موږ له دوی  غواړو،چې په خپلو سیمو کې د روغتیايي کارکوونکو ساتنه وکړي،ځکه دوی ستاسو د ماشومانو ساتنه کوي.» 

د مالوماتو له مخې، د شري ناروغۍ د روان کال له پیل راهیسې چې ۷۴ ورځې کېږي، ۱۸ زره ماشومان یې نیولي،چې له امله یې  ۱۴۲ تنه مړه شوي دي.

په داسې حال کې،چې د تېر کال له پیل راهیسې د دغې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ۴۸ زره ۳۶۶ او د مړېنو شمېر ۲۵۰ و. روغتیا نړیوال سازمان له دې مخکې په شپږو ولایتونو کې د واکسین دا کمپاین تطبیق کړی و،چې په ترڅ کې یې یو اعشاریه شپږ میلیونه ماشومان واکسین شوي ول.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025

وروستي خبرونه

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist