Skip to content
د امریکا متحده ایالتو پخوانی ډيپلوماټ فیلیپ کازنېټ په یوه مرکه کې ویلي، امریکا په دې تړاو په غیر رسمي توګه بحثونه پیل کړي دي.
کازنېټ وایي، دا تر ټولو ښه لار ده،چې مسلکي افغان پوځیانو ته په امریکايي پوځ کې دنده ورکړل شي او د اړتیا پر مهال له امریکا بهر د جګړو لپاره ولېږل شي.
هغه ټینګار کړی دی،چې امریکا باید افغان مسلکي پوځیانو ته د کار او دندې فرصت ورکړي او ښایي دا بحثونه ژر یوه پایله ورکړي.
له دې وړاندې هم راپورونه خپاره شوي ول،چې ښايي امریکا مخکېني افغان پوځیان د اوکراین جګړې ته د لېږلو په موخه په خپلو لیکو کې جذب کړي.