Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۲۲ مه» ترکیه کې د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم څنډه کې د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو،اقتصادي او د منځنۍ اسیا او افغانستان تر منځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا خبرې شوې دي.
کاملوف په افغانستان کې امنیت د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا هېوادونو لپاره یو ښه فرصت بللی، چې خپلمنځي تجارت، انرژي، ترانسپورټ او نورو اقتصادي برخو کې لويې پروژې عملي کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي همدا راز د ترکیې په انتالیا ښار کې د معارف فاونډیشن د مشر ډاکټر بایرل اګون سره هم کتلي او د افغان ترک ښوونځیو د فعالیت ترڅنګ یې د افغانستان پر ښوونیز بهیر هم خبرې کړې دي.