Skip to content
بشیر ځوانمل د مخکني حکومت پر مهال د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ ښاروال و او اوس د اسلامي امارت واکمنۍ کې هم پر خپله دنده دی.
ځوانمل وایي، د ولسوالۍ له سقوط وروسته د اسلامي امارت له لوري دندې را وغوښتل شو،چې بیا وروسته د حکومت مسوولینو څو ځله ترې غوښتي ول، چې د ولسوالۍ تر بېرته نیولو دې دنده نه ترسره کوي.
ځوانمل زیاته کړه:« کله چې د اسلامي امارت له لوري ولسوالۍ ونیول شوه، زما راتګ بېرته په هماغه ورځ و،بیا د حکومت له لوري مکتوبونه راغلل،چې تر هغه دې دنده نه ترسره کوي، څو چې ولسوالي بېرته نه وي نیول شوي.»
ځوانمل وايي،د اسلامي امارت ځایي مسوولین ورسره بشپړ همکاري کوي او پر مټ یې بازار کې یو شمیر داسې پلانونه پلي کړي دي،چې مخکې یې پلي کیدل ستونزمن ول.
ځوانمل زیاتوي:« له کله نه چې زه بېرته دندې ته راغلی یم، د اسلامي امارت مسوولین راسره بشپړه همکاري کوي او د پلانونو پلی کیدل په ښه ډول ترسره کېږي او ځینې هغه ستونزې نه شته دی،چې مخکې وې.»
د څمکنیو ولسوال عزت الله مخلص د ښاروال او یو شمیر نورو مدیرانو چارې ګټورې ارزوي او وایي ، چې د دوی له لوري ورسره بشپړ همکاري کیږي.
مخلص زیاتوي:« مخکې د دوی په کارونو کې ځینې ستونزې وې،خو چې موږ راغلي یو، دوی مو هڅولي او همکاري مو ورسره کړې او له کبله یې بازار کې دوی خپلې چارې ډېرې ښې پرمخ وړي.»
ځوانمل له تیرو درېیو کلونو راهیسې د څمکنیو ولسوالۍ د ښاروال په توګه دنده ترسره کوي او وایي، وروستیو کې یې عواید لوړ شوي او بازار کې یې د پاکۍ او نورو برخو چارې چټکې کړي دي.