Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له عامې روغتیا وزارت غوښتي دي،چې د ښځو او نارینه وو دفترونه دې جلا کړي.
یاد وزارت په دې تړاو عامې روغتیا وزارت ته یو مکتوب لېږلی دی،چې په کې د ښځینه وو کارکوونکو له لورې د اسلامي حجاب مراعت کول او د دې وزارت د ښځینه او نارینه وو کارکوونکو د دفترونو د جلا کېدو غوښتنه شوې ده.
په لېږل شوي مکتوب کې د روغتیا وزارت نارینه وو کارکوونکو ته لارښوونه شوې ده،چې ځانونه پر نبوي سنتو برابر کړي.
په مکتوب کې ټینګار شوی دی،چې ښځینه مراجعینو ته د اسلامي حجاب له رعایت پرته باید روغتیا وزارت او نورو ادارو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شي.
روغتیا وزارت ته په لېږل شوي مکتوب کې د دغو مواردو د څار لپاره یو ۴ کسیز پلاوی هم ورپېژندل شوی دی.
امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تر اوسه پورې په رسمي ډول د دغه مکتوب په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.