د افغان فلم جوړولو ملي ادارې له شپږ میاشتني ځنډ وروسته د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۲۲ مه» یو ځل بیا خپل فعالیت پیل کړ.
د یادې ادارې مشر مولوي شفیع الله افغان وايي، سینما د ټولنې پر هره برخه اغیز لري او دوی به پر فلمونو او سریالونو د ښځو په ګدون کار وکړي.
افغان دا هم ویلي،د افغانستان د شل کلنې جګړې په اړه به هم یو مستند جوړ کړي.
افغان فلم پرون د سالنګ لویې لارې او د کمپنۍ پل په اړه مستند فلمونه نندارې ته وړاندې کړل.
په همدې حال کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کلتور او هنر مرستیال عتیق الله عزیزي وویل، رسنۍ او سینما د اسلامي پوځ په جوړولو کې مهم رول لري.
عزیزي د افغان فلم چارې وستایلې او غوښتنه یې ترې وکړه،چې له افغاني کلتور سره سم فلمونه،چې خلکو ته مثبت پیغام ولېږدوي، جوړ کړي.