د دوی په خبره،نړۍ د افغانستان په تړاو د ښځو د کار او زده کړو په برخه کې او همداراز د بشري حقونو په تړاو لاهم اندیښمنه ده.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د ارمریکا ،غرب او طالبانو ترمنځ اړیکې نورې له متخاصمې دیپلوماسۍ اوښتې دي دي او مثبت لوري ته روانې دي. اوس طالبان د افغانستان د حکومت د استازو په توګه هڅه کوي،چې نړۍ ورسره رسمي تعامل ته لاړه شي،خو غرب، امریکا او ناټو غړي هېوادونه لاهم اندیښنې لري،د بشري د حقونو، د ښځو د کار او زده کړو د حق او همداراز په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د شتون او په لویه کې د افغانستان د امنیت او ټیکاو په برخه کې ضمانتونه هغه مسایل دي،چې لاهم د تور لیست د سپین والي پر وړاندې او د طالبانو حکومت رسمیت پیژندنې او بندیزونو لرې کولو پر وړاندې خنډ دي،خو اوس ورځې بلې ته دغه مسایل د خبرو له لارې روښانه او سپینیږي.»
ځینې بیا وايي، پر اوکراین د روسیې برید نړۍ دوه قطبي کړې او دغې مسلې امریکا ته دا اندیښنه ورپیدا کړې،که چین او روسیه اسلامي امارت پر رسمیت پیژني زیات زیان به یې د امریکامتحده ایالتو ته روسیږي.
دوی وايي، د همدې کار د مخنیوي لپاره د امریکا متحده ایالت له اسلامي امارت سره نږدې والی ښي او تفاهم خبرې کوي،خو رسمیت پیژندنې ته تر سېدو زیاته لار پاتې ده،چې امریکا په دې تړاو له ځان سره محاسبه لري.
د سیاسي چارو کارپوه سید بلال فاطمي وايي:« امریکا له دې هم وېره لري،چې د اوکراین موضوع نړۍ دوه قطبي خواته روانه کړې ده او ډار یې دادی، چې روس او چین به افغانستان پر رسمیت وپيژني. دا به د امریکا لپاره زیان وي او د دې لپاره له طالبانو سره نږدې والی ښه یي او د مفاهیمې خبرې ورسره کوي،خو داسې نه ښکاري،چې دومره ژر دې امریکا د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت وپیژني. ښايي د منځنۍ اسیا هېوادونه او ګاونډیان به ژر افغانستان پر رسمیت وپیژني.»
تازه د امریکا متحده ایالتو له اسلامي امارت سره ژمنه کړې ده،چې د افغانستان هغه درې نیم ملیارده ډالر به بشري مرستو لپاره خیریه بنسټونو ته نه ورکوي،چې په اړه یې د دغه هېواد محکمې پریکړه کړې وه او همدا راز پرخپلو پښو د افغانستان د اقتصاد درولو لپاره به په دې برخه کې مرستې وکړي.