Skip to content
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمیشنره میشل بېچلیټ په یوه ورځني سفر کابل ته راغلې وه.
بېچلیټ له بېرته تګ سره د خپل سفر راپور خپور کړی او له مدني ټولنو او ښځو سره یې د ناستې په اړه بشپړ مالومات ورکړي دي.
هغې په خپل راپور کې ویلي، د اسلامي امارت مشرانو ته یې د ټولګډونه حکومت مشوره ورکړې او دا یې له روان کړکیچه د وتلو یوازینۍ لار ګڼلې ده.
بېچلیټ زیاته کړه:« د رئیس الوزرا د مرستیال په ګډون د اسلامي امارت له چارواکو سره زما د لیدنې پر مهال مې هغوی ته په ټينګار سره وویل، ټولګډونتوب ډېر اړین دی. ډاډه یم،چې دا به له روان کړکیچه د وتلو غوره لار وي.»
بېچلیټ په کابل کې د ښځو حقونو فعالانو او نجونو سره په دې موخه کتلي،چې غوښتنې او غږ یې ترحکومتي چارواکو او نړۍ ورسوي.
بېچلیټ زیاتوي:« دلته په کابل کې زه د ښځو او نجونو خبرو ته غوږ ږدم او د هغوی تجربې له نورو سره شریک کوم. موږ دغه کړکیچن او سخت حالت وینو او غواړو،د هغوی غوښتنو او ابتدايي بشر حقونو ته لاسرسی ولري او تاوتریخوالی یې پر وړاندې راکم شي.»
بېچلیټ کابل ته د خپل سفر په راپور کې د افغان ښځو په وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او د ښځو له حقونو سربیره یې هغو کورنیو سره د بېړنیو مرستو او لاسنیوي غږ وکړ،چې بېوزلۍ ځپلي او بېړنۍ مرستو ته اړې دي.
هغې زیاته کړه:« په حقیقت کې افغان ښځې د جګړې ډېرې قربانۍ دي. د هغوی کورنۍ په بې وزلۍ کې ژوند کوي. نه ویل شوی تاوتریخوالی یې پر وړاندې کیږي او له تبعیض سره هم مخ دي. موږ نه ستړې کیدوونکې هڅې کوو،چې دغه کورنۍ خوندي شي او مرسته او ملاتړ یې وشي.»
بېچلیټ پخپل راپور کې ویلي، افغان ښځې او د مدني ټولنو استازي په خپله له طالب چارواکو سره لیدل غواړي، چې له هغوی سره کیني او خبرې ورسره وکړي،ځکه څومره چې دوی پر خپلو ستونزو ښه غږیدلای شي، د ملګروملتونو استازي ترې خبر نه دي.