Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د شنبې پر ورځ « د ۱۴۰۰ کال د کب پر ۲۱ مه » د ترکیه کې د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم ناسته کې د وینا پر مهال و د ډیپلوماسۍ په اوسني تعریف کې خلل یاد کړی، چې د جګړو د رامنځته کولو تودولو لپاره کاریدلی او په خبره یې په کار ده، چې اوسني تعریف ته مخلصانه کتنه وشي او ډيپلوماسي د جګړو د مخنیوي په هدف وکاریږي.
متقي زیاته کړه:« موږ پر دې باور یو،چې ډیپلوماسي باید یوازې د کمزورو اړتیا نه، بلکې د لویو قدرتونو اړتیا هم وي. د وسله وال یرغل پر وړاندې وسله وال مقاومت زموږ مسوولیت او مجبوریت وه. خو سره له دې چې امریکا په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې خبرو ته حاضره شوه، تماسونه مو پيل شول او د مخلصانه ډیپلوماسۍ لاره مو ونیوله،چې پایله یې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲۹ مه تړون وشو. د تړون له مخې، له افغانستانه بهرني ځواکونه ووتل او نړۍ ته ډاډ ورکړل شو،چې د افغانستان خاوره به د چا پر خلاف نه کارول کېږي.»
متقي وايي، کمزوری او بې ثباته افغانستان د هېچ چا پر ګټه نه دی او په خبره یې نړۍ ته په کار ده،چې د باثباته او پر ځان بسیا افغانستان لپاره مرسته وکړي.
متقي د انتالیا فورم ناستې پر ګډونوالو هم غږ وکړ،چې د کنګل شویو پیسو ازادولو او د اقتصادي بندیزونو په لرې کولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه:« له څلورو لسیزو جګړو راوتلي هېواد په توګه د نړۍ له هېوادونو غواړو،چې له سیاسي پلوه باثباته او له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا افغانستان په جوړولو کې له موږ سره همکار شي او د افغانستان مرکزي بانک کنګل کړې شتمني په بشپړه توګه خوشې کولو او پر افغانستان لګېدلي اقتصادي بندیزونو لرې کولو کې مرسته وکړي.»
متقي په ټینګار وویل، نه غواړي افغانستان د لویو قدرتونو د ټکر ځای وي، بلکې غواړي، افغانستان د سوېلي او مرکزي اسیا ترمنځ د وصل نقطه او د ټرانزیټ لار وي.
د هغه په خبره داعش،چې د ناټو او امریکا په شمول لسګونه هېوادونه یې پر وړاندې ناکام ول، اوس یې فعالیتونه نه شته د ی.
متقي زیاتوي:« هغه افغانستان چې ۵۰ هېوادونه جمع امریکا او ناټو نه شوی کولای،چې هلته د داعش فعالیتونو مخه ونیسي،نن الحمد الله په افغانستان کې د داعش فعالیتونه له منځه تللي دي. له ۴۰ کالو وروسته پر افغانستان مرکزي واکمني ټېنګه شوې.»
امیرخان متقي دغه راز د دوحې هوکړې ته افغانستان ژمن یاد کړ او ټینګار یې وکړ،چې هیڅ سیاسي مهاجر نه لري او په خبره یې که، د افغانستان ملاتړ وشي، نو هیڅوک به نه اړ کیږي، چې د اقتصادي ستونزو له امله افغانستان پریږدي او نورو هېوادونو ته ورشي.