Skip to content
د بشري او ښځو حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړې استازې رینا امیري په خپله تازه مرکه کې ویلي، افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ټوله نړۍ اندېښمنه کړې ده او په خبره یې نوي حکومت ته په کار ده،چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
امیري زیاته کړې:«افغان میرمنې او نجونې باید نه یوازې د پوهنې او روغتیا بلکې په ټولو چارو کې د کار کولو اجازه ولري.»
امیري د اسلامي امارت دا خبره ښه وبلله،چې ویلي یې دي د نجونو لیسې د نړیوالې ټولنې په غوښتنې نه بلکې د اسلامي ارزښتونو له مخې پرانیزي.
نوموړې د ښوونځیو او پوهنتونو پرانېستل کېدو هرکلی وکړ، خو وايي، نوی حکومت باید ټول هغه موارد عملي کړي،چې افغان لوري د بشري حقونو په اړه په نړیواله کچه لاسلیک کړي او د هغو د عملي کولو ژمنه یې کړې ده.
امیري وایي،که نوی حکومت پر نړیواله کچه مشروعیت غواړي،نو نړیوال قوانین دې مراعات کړي.