Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د نوي کال پيل سره د دې احتمال شته کابینه کې بدلون راشي

admin by admin
2022/03/12

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو او د سرپرستې کابینې له جوړېدو شااوخوا اووه میاشتې تیریږي،خو د سرپرستې کابینې په جوړښت هغه نیوکې،چې جوړښت یې غیرټول شموله او ډېری غړي یې د  اسلامي امارت اړوند دي، لا پرځای پاتې دي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان باور لري،چې په پام کې ده، اسلامي امارت نوي کال کې په کابینه کې ځینې بدلونونه راولي.

خو دوی  ټینګار په هغو بهر مېشتو افغانانو دی،چې په فساد کې ښکیل نه دي، تخصص لري او په نړیوالو او سیمه ییزو سیاستونو پوهیږي او نړۍ ورسره کولای شي په اسانه توګه تعامل وکړای شي، کابینه کې ځای ورکړل شي.

د سیاسي چارو کارپوه  خلیل نادم  وايي:« په کابینه کې دا اوس ۱۷ کسان د ملګرو ملتونو، امریکا، اروپا او ان د روسیې په تور لیست کې دي. دا باید واوېستل شي  او په کابینه کې باید تخصصي کسان ځای پر ځای شي،ترڅو هېواد له ستونزو خلاص شي. زه فکر کوم، په ځانګړې توګه سکتوري برخو کې باید تخصصي کسان ځای پر ځای شي. د افغانستان دننه او که بهر متخصص افغانان دي،چې پر فساد ککړ نه وي، هغوی باید وغوښتل شي او ځای ورکړل شی. »  

په دې وروستیو کې د اسلامي امارت  سیاسي مخالفینو ترمنځ هم خبرې شوي،چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم له هېواده تښتېدلي دي،خو اسلامي امارت په ښکاره ویلي، پخوانیو چارواکو ته د دوی په حکومت کې ځای نه شته دی، په نویو بدلونونو کې کابینې ته د تکنوکراتانو راوستل هغه هم په سکتوري او تخنیکي برخه کې کولای شي،د اوسني حکومت پر وړاندې د نړیوالو شکونه راکم او په اسلامي امارت لا زیات باوري کړي. 

 خو یو شمېر نور کارپوهان بیا وايي، نوي بدلونونه په دې پورې تړلي دي،چې ایا اسلامي امارت ترکله سرپرست حکومت ته دوام ورکوي.

دوی  وایي، له دې امله باور نه شته دی،چې په  کابینه کې دې اساسي بدلونونه ولیدل شي.

 د سیاسي چارو کارپوه  بلال فاطمي وايي:« د اسلامي امارت سرپرسته کابینه،چې دا به څومره دوام وکړي. خو  لومړیو  کې دا نظر و،چې شپږ میاشتې به دوام وکړي او یا به هم تر یوه کاله پورې دوام وکړي. ددې لپاره کوم وخت نه دی ټاکل شوی،چې دا به کال دوام وکړي، له کال به لږ دوام وکړي او یا به له کال زیاته دوام وکړي. خو یو شی مالوم دی،چې هر وخت دغه پرېکړه نیول کېږي، دا به له هغه وخت سره اړیکه لري. دا به له وخت وړاندې وي،چې څوک ووایي، په کابینه کې به څوک وي.» 

د اسلامي امارت د کابینې نږدې ۱۷ وزیران د امریکا،ملګرو ملتونو،روسیې او ان د اروپایي هېوادونو په تور لیست کې شامل دي. 

د افغان ملت ګوند مشرر  ستانګل شېرزاد   بیا وايي، اسلامي امارت ته یې مشوره دا ده،چې د دیني عالمانو، ولسي مشرانو او د هېواد له پوهانو یو مجلس راوبولي او وروسته په بدلونونو او نړۍ سره په اړیکو او تعامل باندې ښه فکر وشي.

اوس به ولیدل شي،چې نوي کال کې به افغانان په کابینه او حکومت کې د بدلونونو شاهدان اوسي او که نه؟ خو تمه دا ده،چې مسلکي کسانو ته اړتیا ده او دا کار کولای شي ،افغانستان له اوسني بحران وباسي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist