Skip to content
د پکتیا والي محمد علي جان احمد وایي، یو خیریه بنسټ مرکز ګردیز او یو شمیر ولسوالیو کې د بېلابېلو میوه لرونکو ونو ۵۰۰ باغونه جوړوي.
احمد وايي، په ټولییز ډول د لسګونه زره نیالګیو کینولو تابیه نیول شوې او دا مهال ۷۰ زره نیالګي چمتو شوي او نږدې ورځو کې به کینول شي.
احمد زیاته کړه:« ۷۰ زره تصدیق شوي میوه لرونکي نیالګي دې ته چمتو شوي،چې نږدې ورځو کې خلکو ته یې وویشو. همدا راز مرکز ګردیز او ولسوالیو کې د یوه خیریه بنسټ له لوري ۵۰۰ بڼوڼه جوړیږي.»
د پکتیا اوسېدونکي د نورو کلونو په څېر د نوي کال په پیل سره د لسګونه زره نیالګیو کینولو ته خوشاله دي،خو له اړوند ادارو او خلکو غواړي،چې د پالنې لپاره یې چمتووالی ولري.
د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« اول خو د ونو کینول اړین دي، که څوک ځای ولري. تر دې دا بیا مهمه ده،چې پالنه یې وشي او پرېنږدي،چې ونې وچې شي.»
د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:«د پسرلي موسم دی، دلته راغلی یم یو ګل اخلم ، له خلکو غواړم،چې نشه یې توکې دې نه کري،ګلان او ونې دې کینوي.»
ګردیز ښار کې د نیالګیو او ګلانو پلورونکي وایي، دې ورځو کې یې پېرېدونکي ډېر شوي او له روزګاره راضي دي.
ګردیز ښار کې د ګلونو پلورونکی وايي:« له ګلانو سره سیمه ښکلې کیږي، باغونه جوړیږي ، روح او روان د انسان تازه وي ،خلک یې ډېر اخلي.»
ګردیز ښار کې د نیالګیو یو تن پلورونکی بیا وايي:« ګردیز کې مېوه لرونکې ونې خلک ډېر خوښوي.لکه، مڼه ، زردالو ، الو بالو او نور. دا ونې یا نیالګي خلک ډېر اخلي.»
د هېواد د نورو ولایتونو په څیر پکتیا کې هم د هر نوي کال په پیل سره لسګونه زره نیالګي کینول کېږي، چې بیا وروسته یې اوبو او نورې پالنې ته پاملرنه نه کیږي او ډېری یې وچیږي.