Skip to content
د ډله ییزو ودونو پر دوام دا ځل په هلمند ولایت کې د سید احمد سېلاب خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د هغو ۱۱۰ جوړو د ډله ییز واده مراسم ترسره شول،چې د ودونو ترسره کېدو لپاره یې مالي لګښت نه درلود.
د یاد بنسټ مشر سید احمد سېلاب هلمند کې د یاد ډله ییز واده د مراسمو پر مهال وویل، دا هغه کسان دي،چې کوژدن شوي ول،خو د ودونو د مراسمو ترسره کېدو لپاره یې وس نه درلود.
سېلاب زیاته کړه:« دغو مراسمو ته د زوم او ناوې د خپلوانو لګښت هم زموږ د بنسټ له لارې ورکړل شوی دی. دوی ته د خیریه بنسټ په مرسته دا مراسم ونیول شول.پر مراسمو سربېره مو هغوی ته د کالیو منځلو ماشین، د خیاطۍ ماشین، د زوم او ناوې کالي او نور توکي هم واخېستل.»
د دغو ۱۱۰جوړو د دوستانو له ډلې د یو شمېر زومانو پلرونو او مېندو له یاد بنسټ دمننې تر څنګ پر نورو ملي تجارانو او شتمنو کسانو غږ وکړ،چې له بې وزلو ځوانانو سره د مرستې په موخه دې دغه لړۍ وپالي.
د یوه د زوم پلار وايي:« موږ د سېلاب ډېره مننه کوو. له موږ سره یې ډېره لویه مرسته وکړه او نور کسان هم باید د ورته کارونو ترسره کولو ته دوام ورکړي، یعنې هغه کسان چې بډایه دي.»
د ډله ییزو ودونو زومان بیا پر هغو ناوړه دودونو او لوړو ولورونو نيوکه کوي،چې د ګټلو او تر سره کولو لپاره یې ګڼ شمېر ځوانان نورو هېوادونو ته پر قاچاقي لارو تللو ته اړ شوي دي.
یو زوم وايي:« موږ د داسې مراسمو پر جوړېدو ډېر خوښ یو.د سېلاب خیریه بنسټ له مسوولینو او تمویلوونکو مننه کوو،خو هغه دودونه او لوړ ولورونه غندو،چې د پوره کولو او ګټلو لپاره مو ګڼ شمېر ځوانان په بهرنیو هېوادونو کې په پردیو مزدوريو ستړي شوي دي.»
که څه هم سېلاب خیریه بنسټ تر دې وړاندې په کندهار ولایت کې هم سلګونو ځوانانو ته ډله ییز ودونه کړي،خو دا لومړی ځل دی،چې په هلمند ولایت کې د یاد خیریه بنسټ له لوري د ۱۱۰ جوړو ډلهییز ودونه ترسره کېږي.