Skip to content
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس ویسټ په ترکیه کې د اسلامي امارت له پلاوي سره ناسته ګټوره بللې ده.
ویسټ ویلي، پلاوي سره یې د افغانستان اقتصادي ودې او ثبات، پوهنې او هوايي سوداګریزو سفرونو په اړه خبري کړې دي.
ویسټ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، طالب پلاوي سره مو ګټور وخت تیر شو، د اقتصادي ثبات او ودې، پوهنې، سوداګریزو هوايي سفرونو په ګډون مو د افغانانو لپاره پر مهمو مسایلو خبرې وکړې.
هغه دغه راز لیکلی، افغانستان کې د بشري حقونو د لاسته راوړنو د ساتنې او په حکومتولۍ کې د افغان ټولنې د منعکس کولو لپاره لا ډېر کار پاتې دی.