<h4>د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض ویلي، د مارجې والسوالۍ په دښت سیمه کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله د یوې کورنۍ اوه غړي ټپیان شوي دي.</h4> <!--more--> <h4> ریاض ویلي، دا پېښه پرون مازدیګر مهال شوې. </h4> <h4>هغه زیاته کړې، په ټپيانو کې د یوې کورنۍ مور، پلار او اولادونه شامل دي، چې اوس مهال روغتون کې تر درملنې لاندې دي.</h4> <h4>له جګړو پاتې ناچاوده مرمۍ د ځمکنیو ماینونو په څیر وخت ناوخت عامو خلکو او په تیره ماشومانو ته مرګ ژوبله اړوي.</h4>