Skip to content
ترکیې د نړیوالو سازمانونو استازي او د نړۍ او سیمې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربتوب کوي.
د انتالیا دیپلوماتیک فورم ناسته کې، د ګډون لپاره د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له وړاندې ترکیې ته رسېدلی دی.
بهرنیو چارو وزارت وايي،متقي به په دې ناسته کې وینا او دغونډې څنډه کې به د کوربه له هېواد چارواکو سربېره د نورو هېوادونو له استازو سره لیدنې ولري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، تمه لري،چې د انټالیا ډيپلوماسۍ فورم ناسته به له افغانستان سره د نړۍ اړیکې نږدې کړي.
مجاهد زیاته کړه:« له دې ناستې تمه دا ده،چې له افغانستان سره د نړۍ،اړیکو کې به نږدیوالی او پرمختګ رامنځته شي. د افغانستان وضعیت د ارزولو لپاره او د اقتصادي او ډيپلوماټیکو اړیکو ټینګ کولو لپاره به له دغې ناستې ښه استفاده وشي. د اسلامي امارت استازي به ګډونوالو هېوادونو ته د اسلامي امارت پیغام ورسوي. دا ناسته د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ډېره مهمه ده.»
د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم درې ورځينۍ ناستې ته، د روسیې، امریکا او د اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو سربېره د ګڼو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم وربلل شوي دي. دغې ناسته کې دافغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړی استازی ټوماس ویسټ هم ګډون کوي او ویلي یې دي،د افغانستان په اړه به خپلو متحدینو سره سلا مشورې وکړي.
ویسټ زیاته کړې:« د دې ناستې رابللو له کبله له ترکیې مننه کوم. موږ به له خپلو مهمو متحدینو سره پر ګډه له افغانستان سره د نړیوال تعامل په اړه خبرې وکړو.»
دا ناسته،چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو سلګونه استازي،سیاستوال، ډیپلوماتان او پالیسي جوړوونکي وربلل شوي، درې ورځې دوام کوي.