Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اروپایي ټولنې له افغان ماشومانو سره د ۱۱ میلیونه یورو مرسته وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/12

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي ویلي، اروپایي ټولنې ورسره د ۱۱ میلیونه یورو مرسته کړې،چې په دې سره به په افغانستان کې د ښوونځیو تغذیې پروګرام د تېرو کلونو په پرتله لا پراخ شي. 

یاد پروګرام ویلي، په داسې حال کې چې د افغانستان په سړو سیمو کې ښوونځي د بیا پرانېستلو لپاره چمتو کیږي، دوی هم یادو ښوونځیو کې دخوړو ویش لپاره پوره چمتووالی لري.

د یاد پروګارم مشره ماريي ایلین مکګرورټي وايي، ښوونځیو کې د خوړو ویش یې نه یوازې د افغان ماشومانو د ښې روغتیا لپاره دی،بلکې ښوونځیو ته د هغوی هڅونې برخه کې هم مرسته کوي.

مکګرورټي زیاته کړه:« د ښوونځیو د تغذیې پروګرام نه یوازې د ښوونځیو زده کوونکو ماشومانو د تغذیې او روغتیا برخه کې اړین دی، بلکې له هغوی سره مرسته کوي،چې په زده کړو کې ښه وځلیږي. دا خواړه به د کورنیو لپاره هم هڅوونکې بڼه ولري، ترڅو کورنۍ خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي.» 

د ښوونځیو تغذیې په دې پروګرام کې،چې د غنمو له اوړو، غوزانو، ممیزو او بورې چمتو شوې کلچې ویشل کیږي.

د کندهار او ننګرهار په ۷۸۳ ښوونځیو کې پر ۳۵۰ زره زده کوونکې ویشل شوي دي.  سږ کال په پام کې ده،چې له دې ځانګړو کلچو سربېره د زده کوونکو کورنیو ته غوړي هم ورکړل شي،ترڅو ماشومان ښوونځیو ته واستوي.

 افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرانډرس وون برانډټ وايي، په افغانستان کې  د ماشومانو زده کړې او تغذیې ته ژمن دي.

برانډت زیاتوي:« موږ دې ته ژمن یوو،چې افغان کورنۍ د دې ډاډ ولري،چې ماشومانو یې سالمې تغذیې او ښې ښوونې ته لاسرسی لري. دغه ملګرتیا چې موږ له خوړو نړیوال پروګرام سره اعلان کړې، زموږ د ادعا بېلګه ده. موږ پر سیمه ییزو مرسته کوونکو غږ کوو،چې افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي او کاري فرصتونه رامنځته کړي.» 

د خوړو نړیوال پرواګرام وایي،په داسې حال کې چې د تېر کال ټولو میاشتو کې یې ۱۵ میلیونه افغانانو ته مرسته رسولې وه،سږ کال یې یوازې په څه باندې دوو میاشتو کې ۱۳ میلیونه اړمنو کسانو ته بشري مرستې رسولي دي.

 یاد پروګرام ټینګار کوي،چې په افغانستان کې د یو میلیون ماشومانو په ګډون ۲۳ میلیونه افغانانو د مرستو رسولو لپاره  ۲ اعشاریه ۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.     

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي
افغانستان

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو
افغانستان

وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist