Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو راپور پر حقیقت ولاړ نه دی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/10

د ملکي تلفاتو او بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو وروستی راپور چې د سه شنبې پر ورځ خپور شو، په کې راغلي، په تېرو شپږمیاشتو کې لږ ترلږه ۳۹۷ تنو ته په بېلا بېلو پېښو کې  وژل شوي دي.

دغه راز په یاد راپور کې د بشري حقونو وضیعت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور  یوه برخه:« په جګړو کې کمښت د ملکي تلفاتو په کچه کې د پام وړ کموالی راوستلی،خو اوس هم د ډېری افغانانو لپاره د بشري حقونو وضعیت د ژورې اندیښنې وړ دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې نیټې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۱۵ پورې،یوناما او د بشر حقونو سازمان لږ تر لږه 1,153 ملکي تلفات مستند کړي،چې په دوی کې د ۳۹۷ تنو وژل کیدل هم شامل دي.دغه کسان د بېلابېلو ډلو لوري د بریدونو په لړ کې وژل شوي  دي.» 

د ملګرو ملتونو دغه راپور داسې مهال خپرېږي،چې واک ته د اسلامي امارت له رسیدو سره امنیت ښه شوی او له بېلا بېلو ولایتونو په اوونۍ کې د دوه یا درې تنو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.   د د د پوځي چارو کارپوهان وایي، د ملګرو ملتونو دا راپور د فشار لپاره یوه وسیله ده او امریکا غواړي،له د ې لارې په واکمن حکومت خپلې غوښتنې ومني.

د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« ملګري ملتونه دې باید خپلې ادعاوې د مستندو اسنادو پر اساس وړاندې کړي. دا د امریکا له لوري د ملګرو ملتونو په وسیله پر طالبانو باندې یو دول فشار دی،ترڅو طالبان دې ته اړ کړي،چې د رسمیت پېژندنې لپاره د امریکا په خوښه مشارکتي حکومت رامنځ ته شي.» 

په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو په چګ پاینتونو کې ځینې ولسي کسان وژل شوي،چې وروستۍ پېښه یې تېره اونۍ په کونړ کې د یوه ځوان وژل وو،چې اسلامي امارت یې عاملین نیولي دي.

د سیاسي چارو شنونکي  اوس ټینګار  کوي،چې ملګري ملتونه دې د راپورونو پر ځای پر افغانستان د لګېدلو اقتصادي او سیاسي بندیزونو په نرمولو کار وکړي،تر څو دلته د روان بشري ناورین مهار کې مرسته وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي:« که چېرې د ملګرو ملتونو پر افغانستان زړه سوځي، نو اقتصادي او سیاسي بندیزونه دې لرې کړي او حکومت دې پر رسمیت وپېژني،ترڅو افغانستان کې د بشري ناورین مخه ونیول شي. که چېرې دا بندیزونه نه لرې کېږي، نو افغانستان کې به بې ثباتي او بې نظمي زیاتیږي.» 

ملګري ملتونه د هرکال په نیمايي او پای کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې راپور خپروي،چې په وروستي راپور کې یې د نږدې څلور سوه ملکیانو د وژنې مسوول بېلابېلې ډلې بللې دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي
افغانستان

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو
افغانستان

وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist