د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د چانیزو عملیاتو پر مهال د ۱۶ حوزې اړوند سیمه کې یو کس د انسان تښتونکو له منګولو ژغورل شوی او په تړاو یې څلور کسان نیول شوي دي.
اخوا د پوځي چارو یو شمېر شنونکي که څه هم دغه عملیات بریالي او ګټور بولي،خو اندېښنه لري، چې یو شمیر کسان به له دې مخکې وسلې او مهمات بل ځای ته انتقال کړي.
یو شمیر شنونکي د چانیزو عملیاتو پایلو ته هېلهمن دي او په باور یې د جرایمو مخنیوي کې ګټور تمامېږي.
پخوانی پوځي جنرال سید کمال سادات وايي:«هغه سیمې چې د اندېښنې وړ او مشکوکې دي، هغه دې تلاشي شي. دا چاره د پلازمېنې په امنیت ساتنې، ټیکاو او همدارنګه د جرمونو د ګراف په ټیټولو کې مثبت رول لوبوي.»
شنونکی شعورنیازی وايي:«په ټولیز ډول دا عملیات اړین ول. دا باید شوي وی. ان مخکینیو حکومتونو هم باید دا کړي وی، خو هغوی ښايي دا توان نه درلود او یا یې هم اراده نه لرله. په ټوله کې دې عملیاتو پایله ورکړې. یو څه ناڅه لاسته راوړنې هم لري. درې څلور کسان چې تښتول شوي ول، هغه هم په دې عملیاتو کې خلاص شول. »
په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کي چانیز عملیات۱۵ ورځې ته وغځیدل او تردې مهاله په دغو عملیاتو کي زرګونه میله وسلې، زغروال پوځي وسایط او لسګونه عرادې دولتي زرهې موټر نیول شوي دي.