Skip to content
د افغانستان پر پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې عالي شورا پر پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله بهر ته پر سفر کولو محدودیتونه لګول شوي دي.
حامد کرزي په خپله تازه مرکه کې د العالم په نوم یوې رسنۍ ته ویلي، ټاکل شوې وه،چې د افغانستان د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره یوځای بهر ته سفر وکړي، خو په وینا یې، دا سفر یې له ستونزو سره مخ شوی دی.
په ورته وخت کې کریزي هېله څرګنده کړې،چې دا ستونزې ژر تر ژره حل شي.
کرزي ویلي، په هېواد کې دننه په ازادنه ډول هر ځای ته تللی شي او د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره یې لیدنې دوام لري.
تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي وو،چي ګواکي کرزی او عبدالله عبدالله له هېواده ممنوع الخروج اعلان شوي دي.
اسلامي امارت بیا تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.