غور ولایت کې یوه سرچېنه وايي، د شهرک ولسوالۍ امنیتي کنډک پېژند امر مولوي محمد ابراهیم اسلامیار د خپل ساتونکي له لوري وژل شوی دی.

د سرچېنې په خبره، دغه پېښه پرون شپه شااوخوا ۹ بجې شوې ده.

سرچينه وايې تر اوسه د پېښې د رامنځته کيدو انګيزه نه ده مالومه.

ويل کيږي بريد کوونکی تښتيدلی او په اړه یې د اسلامي امارت ځواکونو پلټنې رواني دي.