د کډالو ادارې دا راپور د روان ۲۰۲۲ زیږدیز کال د لومړیو دوه میاشتو په تړاو برابر کړی دی.
راپور کې ویل شوي،چې د روان ۲۰۲۲ زیږدیز کال له پیل راهیسې تر دې دمه له ګاونډیو ایران او پاکستان هېوادونو څه باندې ۱۲۰ زره کسان خپل هیواد ته راغلي دي.
د کډوالو نړیوالې ادارې د راپور یوه برخه:« د روان ۲۰۲۲ زېږدیز کال له جنورۍ میاشتې راپدیخوا له ټولو سرحدونو ۱۲۰ زره او ۳۴۱ تنه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. په دوی کې ۱۰۸ زره او ۷۱۵ تنه له ایران او ۱۱ زره او ۶۲۶ تنه له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.»
د دغه راپور پر بنسټ له ایرانه راستانه شوي کسان د نیمروز او هرات ولایتونو له لارې او له پاکستان را ستانه شوي کسان د ننګرهار او کندهار ولایتونو له لارې راغلي دي.
راپور کې وړاندې راغلي، دغو کډوالو ته چې بېرته هېواد ته راستنه شوي دي، له را رسیدو سره سم ورسره د یادې ادارې له لوري مرسته شوې ده.
د کډوالو نړیوالې ادارې راپور یوه برخه:« په راستنیدوونکو کې ۴۴ زره او ۶۹۷ کسانو ته د کډوالو نړیوالې ادارې له لوري له را رسیدو سره سم مرسته شوې ده. له ایران د راستنو شویو څه باندې ۱۰۸ زره کسانو له ډلې، څه کم ۳۵ زره کسانو ته یې مرسته رسیدلې او له پاکستانه د ټولو راستنیو شویو له ډلې څه باندې ۹ زرو سره یې د آی.او. اېم له لوري مرسته شوې ده.»
د دغه راپور پر بنسټ په یادو راستنیدوونکو کې څه کم ۹۷ نیم زره کسان مجرد دي او څه باندې ۲۵ زره تنه له خپلو کورنیو سره یو ځای دي،چې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.