هغه زیاته کړه:« په سلو کې۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو له بده مرغه ووایو، دندې له لاسه ورکړی دي او په مجموع کې ۲۳۸۹ خبریالان په تېرو شپږ میاشتو کې بې دندې شوي دي،چې په دې کې ۱۹۷۰ یې ښځینه خبریالانې دي. ۵۳۸ رسنیو له ډلې ۲۲۴ رسنۍ تړل شوي دي.»
ښځینه خبریالانې او د ښځو د حقونو مدافعین بیا له اسلامي امارته او نړیوالې ټولنې غواړي، چې ښځو او نجونو ته په لوړو پوسټونو کې دندې ورکړي،تر څو د پخوا په شان خدمت ته دوام ورکړي.
افغان خبریاله ناهیده وايي:« د اسلامي امارت له حکومت غواړو،چې ښځو ته خپل حقونه ورکړي په لوړو پوسټونو یې وګوماري او خپل هېواد ته خدمت وکړي.»
د ښځو حقونو فعاله رمزیه بیا وايي:« افغانستان په سختو شرایطو کې ده او موږ په سخت وضیعت کې یو نو نه باید ښځې له پامه وغورځول شي.»
د افغانستان د ژورنالستانو شورا مشر حافظ الله بارکزي بیا پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ،چې د بیان ازادۍ د ساتلو او غښتلتیا لپاره مرستو ته دوام ورکړي.
بارکزي باور وښود،چې اسلامي امارت ورته ژمنه ورکړې،چې امنیتي ادارې به د رسنیو په فعالیت کې لاسوهنه نه کوي.
بارکزي زیاته کړه:« نړیواله ټولنه که د بیان ازادۍ ملاتړ کوي،لکه څنګه یې چې په تېرو شلو کلونو کې کاوه، که منفي وه او که مثبت، دا ځل باید رسنۍ فعالې شي،خبریالانو ته معاشونه ورکړل شي،ترڅو موږ بیا د دې شاهدان اوسو.»
کابل کې د اروپایی ټولنې دفتر هم افغانستان کې د بشر حقونو له وضیعت خوښي ښوولې ده او اسلامي امارت وروستی ګام چې ښځو او نجونو پر مخ یې پوهنتونونه او ښوونځي پرانستي دي هرکلی یې کړی دی.
سږکال د مارچ اتمه په لومړي ځل د اسلامی امارت تر واکمنۍ لاندې ولمانځل شوه،خو سرپرست حکومت د دې ورځې په مناسبت کومه رسمي غونډه یا مراسم نه وو نیولي.