Skip to content
داسلامي همکاریو د سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د یاد سازمان استازی کابل ته راغلي او د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره یې لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو پر بشري او قتصادي مرستو او همدا راز په پراختیايي چارو بحث او خبرې کړي دي.
د یاد وزارت مرستیال ویاند حفیظ تکل وايي، یاد سازمان غړو هېوادونو ډاډ ورکړی،چې د افغانستان ملاتړي دي او د افغانانو اړتیاوې ورته لومړیتوب لري.
تکل وايي:« دواړه اړخونو په افغانستان کې د بشري اقتصادي او انکشافي مرستو په اړه خبرې وکړې او د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادوونه له افغانستان ملاتړ کوي او د افغانانو ضرورتونه ورته لومړیتوب لري.»
تکل وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له دغه سازمان غوښتي دي،چې د افغانستان کنګل شویو شتمنیو په بېرته ازادولو کې هلې ځلې وکړي.
تکل زیاته کړه:« متقي له دوی غوښتنه وکړه،چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دي د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو او افغانانو ته په اختیار کې ورکولو لپاره هلې ځلې وکړی.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا له افغانستان سره د اسلامي همکاریو د سازمان نږدې اړیکې او تګ راتګ د افغانستان په ګټه یادوي.
دوی پر دې اند دي،چې له کابل سره د ۵۷ اسلامي هېوادونو د جوړ شوي دغه سازمان د اړیکو نو پړاو به په نړیوال سیاسي سټیج کې د افغانستان باور زیات کړي.
د سیاسي چارو شنونکی سید بلال فاطمي وايي:«دا سازمان د اسلامي نړۍ د ۵۶ ممالکو استازوالي کوي،پر دې اساس باندې دا یو ښه سازمان دی،چې راشي په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې کار وکړي او دا یو مثبت او سیاسي ګام دی،خو د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پیژندنه کې مرسته نه شي کولای.»
د تیر کال د اګست میاشتې له ۱۵ مې راپدیخوا افغانستان نړیوالې انزوا ته تللی او تردې دمه هېڅ هېواد د افغانستان د نوي نظام د رسمیت پیژندلو ته زړه نه دی ښه کړی،خو د سیمې او ګاونډ ګڼ شمیر هېوادونه لاهم په کابل کې فعال سفارتونه لري او خپلې چارې پرمخ بیايي.