دوی وايي، د یادې پروژې لپاره نه یوازې افغانستان خنډ دی، بلکې د پاکستان او هند ترمنځ شته ناندرۍ هم ستونزه پېښولی شي.
د اقتصادي چارو کارپوه نازکمیر زیارمل وايي:« له اسلامي امارت سره امنیت ښه شوی او له امنیتي اړخه افغانستان دې پروژې ته چمتو دی،خو له سیاسي اړخه افغانستان تر دې دمه دا مشروعیت نه لري،چې دا ډول پروژې ته تضمین ورکړي. د پاکستان په خاوره کې هم دا پروژه ستونزه لري،تر څو د هند او پاکستان ترمنځ خپلې ستونزې حل نه شي، دا پروژه به عملي نه شي. هند، ترکمنستان او اسلامي امارت باید په دې برخه کې شته ستونزې حل کړي. دا پروژه یوه سیمه ییز او نړیوال ضمانت ته اړتیا لري. اسلامي امارت لپاره د دې ضمانت ستونزن دي.»
ځینې نور بیا د اسیا پراختیایي بانک دا اقدام ظاهرآ منطقي یادوي او پر اسلامي امارت غږ کوي،چې د ټاپي لس میلیاردي پروژې لپاره دې خپل اقتصاد له جنګي بڼې راوباسي او د سولې بڼه دې ورکړي.
دوی وایي، اسلامي امارت دې د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني او مشروعیت دې ترلاسه کړي،ترڅو له ټاپي پروژې بې برخې نه شي.
د اقتصادي چارو کارپوه نور الله عزیز عزیز وايي:« دا پروژو د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده. اسلامي امارت ته اړینه ده،چې د همه شمولیت بحث لپاره نورو څېرو ته په حکومت کې ځای ورکړي، د ښځو حقونه لا خوندي شي او نړیوال کنوانسیونونه ومنل شي،ترڅو په رسمیت وپیژندل شي او دا پروژنه ممکنه کړي. که دا کارونه وشي، د رسمیت پیژندلو مخکې هم دا پروژې پلې کیدلی شي. له جنګي اقتصاد باید د سولې اقتصاد ته را ورګرځي.»
ټاپي یا د ګاز نل لیکې پروژه،چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ګډه اقتصادي پروژه ده، پر بنسټ یې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د کال تر ۳ اعشاریه ۲ میلیارده مکعب فوټه ګاز لیږدوي.
په دې پروژه کې به نه یوازې افغانستان ته صفر اعشاریه پنځه میلیارد مکعب فوټه ګاز ورکول کیږي بلکې زرګونه خلک به هم ورسره په کار بوخت شي.