Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ښځینه فعالانې: د دوو لسیزو لاسته راوړنې له ننګونو سره مخ بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/08

نن سه شنبه د مارچ اتمه د ښځو یووالي نړیواله ورځ ده،چې دا ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کیږي. 

سږ کال په‌ افغانستان کې د مارچ له اتمې په داسې حال کې یادوونه کېږي،چې شپږ میاشتې وړاندې شل کلن جمهوري نظام ړنګ او پر ټول هېواد اسلامي‌امارت واکمن دی.

  د ښځو حقونو یو شمېر فعالان او پخواني دیپلوماتان دغه ورځ د ښځو د حقوقو لپاره د مبارزې ورځ بولي او د ښځو حقونو خوندیتوب، ازادۍ او د ښځو لاسته راوړنو په ساتلو ټينګار لري.

دښځو حقونو فعالانې وايي،د افغان ښځو لاسته راوړنې، حقونه او اوسنی وضعیت له بشري اړخه تر سوال لاندې او له ننګونو سره مخ دي.

د ښځو حقونو فعاله شکریه بارکزۍ وايي:«   د بشر حقونو له پلوه د افغان ښځو وضعیت د اندېښنې وړ دی. هغه ښځې چې د خپلو کورونو سرپرستې وې، اوس بېکاره دي او له لوږې، ناامنۍ او جنسیتي ځورونو سره مخ دي. د تېرو شلو کلونو ټولې لاسته راوړنې نن تر پوښتنې لاندې راغلې،ځکه په اقتصادي، امنیتي، ښوونیز، ټولنیز او روزنیز سکتورونو کې د ښځو حضور کمرنګه شوی دی. زما په باور،د ښځو حضور او مشراکت د قانون په رڼا کې د افغانستان په پرمختګ کې د پام وړ رول لوبولی شي.» 

یو شمېر ښځینه فعالانې د مارچ اتمه د ښځو حقونو او د دوی د لاسته راوړنو خوندي ساتلو لپاره د مبارزې ورځ بولي او تعلیم او کار کول سره کرښه بولي.

مدني فعاله زرغونه ولي وايي:« د مارچ ۸ مه د ازادۍ لپاره د لسګونه زره افغان ښځو د قربانۍ ورځ، د مارچ ۸مه د بې عدالتۍ او حق غوښتنې  په موخه د افغان ښځو د مبارزې ورځ، د مارچ ۸مه د افغان ښځو د هویت او حیثیت د اعادې ورځ.» 

افغان ښځې او د ښځو حقونو فعالانې وايي، اوسنۍ ښځې د شل کاله پخوا ښځې نه دي، د کار کولو وړتیا لري او له حکومته غواړي،چې د کار حق او ازادۍ برخه کې یې په تړاو غور وکړي.

د ښځو حقونو فعاله مرضیه حافظي وايي:«  د  اوس ښځې د  ۲۵ کاله وړاندې ښځې نه دي.  د دې ترڅنګ تاریخ ثابته کړې،که ښځه د نظام له بدنې واېستل شي، نو د یوه نظام یا حکومت پر راتلوونکې باندې منفي اغیز لرلی شي.  غوره دا ده،چې په اړه حد اقل د اوس لپاره تجدید نظر وشي.» 

مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ هرکال په ټوله نړۍ کې د ښځو یو والي، د حقونو او ازادۍ خوندیتوب لپاره د مبارزې په توګه نمانځل کیږي،خو افغانستان کې سږکال د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې په افغانستان کې د دغې ورځې د نمانځلو کوم څرک نه لیدل کیږي.

 اسلامي امارت وايي، د ښځو زده کړو او تعلیم ته ژمن دي او ټول هغه حقونه ورکوي چې شریعت ورکړي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي
افغانستان

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو
افغانستان

وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist