Skip to content
یوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايې، کنګ ولسوالۍ کې دغه نښته پرون ناوخته د سیخسر په نوم کانال د کېندلو پرمهال رامنځته شوې ده.
سرچینه وايې، ايراني ځواکونو افغان لوري ته د دغه کانال د کېندلو اجازه نه ور کوي او له امله يې نښته رامنځته شوې ده..
ځايي اوسېدونکو ويلي ،دغه نښته کې څلور ايرانيان وژل شوي او يو لنډ کروزر موټر يې لمنځه تللی دی،
سیخسر کانال له کلنو راهیسې د افغان او ايراني لورو ترمنځ د اختلاف مهم ټکی بلل شوی.
افغان لوري ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوې.
د نيمروز د اطلاعاتو کلتور ریاست مسوولینو هم منلي،چې پرون مازيګر د کنګ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د افغان او ايراني ځواکونو ترمنځ يو سوء تفاهم رامنځته شوی و،چې په عاجل ډول حل شوی او اوس مهال وضعيت عادي دی.