د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۵ مه» په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال طارق علي بخیت سره لېدنه کړې.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لېدنه کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال د خپل سفر هدف د افغانستان په تړاو د یاد سازمان د ترسره شوي کنفرانس د شویو پرېکړو تعقیب بللی او له افغانانو سره پر بشري، پراختیایي مرستو او ښوونیز بهیر هم خبرې شوې دي.