Skip to content
په کابل کې د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۳ مه» له یوه خصوصي ښوونیز مرکزه د عربي ژبې ۱۳۰ تنه فارغ شویو فراغت غونډه جوړه شوه،چې لسګونه یې نجونې وې.
فارغې شوې نجونې وايي،خوشاله دي،چې تعلیمي ادارو ته پر تګ يې بنديزونه ختم شوي، خو په خبره يې له اسلامي امارته غواړي،چې د نجونو پر مخ تړل شوي ښوونځي دې ژر پرانېستل شي.
یوه فارغ شوې نجلۍ وايي:« له ا.ا هېله لرم،څو د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي. ا.ا کوم څه چې غواړي،هغه د اسلامي حجاب مراعت کول دي او له خویندو غواړم،څو د حجاب په رعایت کولو سره خپلو موخو ته ځان ورسوي. ما له ا.ا اورېدلي،چې پسرلي کې به د نجونو ښوونځي هم پرانېستل شي او د دې لپاره ډېره خوښه یمه.»
یوه فارغ شوې نجلۍ وايي:« زه هڅه کوم. موږ ته عربي ژبه ډېره مهمه ده. انشاء الله هڅه کوم،چې یوه ښه ښوونکې شمه، ترڅو وکولای شمه،چې خپلو خلکو ته عربي ژبه ور زده کړم. دا زما هېله ده.»
يو شمېر نورې فارغې شوې نجونې او هلکان بيا وايي، له عربي ژبې په زده کړې به کوشش وکړي، پښتو ژبې ته په بېلا بېلو برخو کې ګټور کتابونه وژباړي.
یوه فارغ شوې نجلۍ وايي:« انشاء الله هڅه کوم،چې عربي ژبه په ښه توګه زده کړم. غواړم، په دې برخه کې خلکو ته چوپړ وکړم.»
د عربي ژبې د ښوونيز مرکز مدير وايي،هڅه کوي،د نورو ژبو د زده کړې لپاره هم زمینه برابره کړي، چې نوی نسل د هېواد پرمختګ لپاره پر بهرنیو ژبو اګاه کړي.