Skip to content
د بښنې نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې یې د بشري حقونو د خوندیتوب، د بشري حقونو سرغړونو مستند کولو او دلته د عدالت د تامین لپاره پر نړېالې ټولنې د فشار راوړلو په موخه یوه نوې ډله جوړه کړې.
افغانستان کې د بشري حقونو تامین نوې ځینې غړي:« د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار ډله، د شکنجې ضد نړیوال سازمان، د بشري حقونو نړیوال فدراسیون، د ازادۍ کور یا فریډم هاوس، د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړیوال لیګ او د لومړۍ کرښې مدافعان.»
شنونکي تایائیدوي،چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته ځینو کړنو نړیواله ټولنه اندېښمنه کړې،خو د دې ډلې په تړاو شک لري،چې ګني پر اسلامي امارت د ټول شموله حکومت جوړولو لپاره د فشارونو په موخه تشکیل شوې ده.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« په دې کارونو سره ملګري ملتونه، امنیت شورا او په راس کې امریکا،په دې ډول کارونو سره غواړي،پر طالبانو فشار واچوي، تر څو دوی په افغانستان کې ټول شمونه حکومت جوړ کړي. طالبان باید د ټول شموله حکومت پوښتنه له ملګرو ملتونو وکړي او که موخه یې د پخوانیو جنګ سالارانو شامل کول وي،نو دا پریکړه دې نه مني.»
افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتابه په موخه دا ډله داسې مهال جوړیږي،چې اسلامي امارت دلته له یادو حقونو هر ډول سرغړونه رد کړې او ویلي یې دي،چې د بشري او ښځو حقونه له پخوا ډېر تامین دي.
اسلامي امارت په خپلو نویو تشکیلاتو کې نږدې درې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د بشري حقونو کمېسیون فعالیتونو په تړاو ویلي ول،چې د نوم په بدلون سره به پر مخ بیول کېږي.