Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په پکتیا کې د کب لسمه ونمانځل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/02

د پکتیا ولایت په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د سه شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۰ مه» له امریکا سره د اسلامي امارت د سولې تړون یا د کب لسمه  ونمانځل شوه.

 په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د اریوب ځاځیو ولسوال ظاهر ګل  دغه ورځ د افغان ولس لپاره تاریخي او له ویاړه ډکه وبلله او د اسلامي امارت له مشرانو یې وغوښتل،چې د ولسونو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

ظاهرګل وايي:« زموږ غوښتنه د  اسلامي امارت له مسوولینو دا ده،ترڅو د همدې مظلوم ولس  چوپړ وکړي.خلکو ته به د امن او چوپړ کولو ډاډ ورکوي. له عام ولسه هم غوښتنه دا ده،چې له اسلامي امارته په ککله ملاړ وکړي.»

د استخباراتو مدیر مولوي عزایر یاسر  وايي:« دا داسې یوه غوره ورځ ده، چې پر دې ورځ اشغال پای ته رسېدلی دی. پر دې ورځ د کفر څومره زور واکي طاغوتي نظامونه چې دي، افغانستان کې چپه شوي او ختم شوي ديي.» 

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ اوسېدونکي بیا د جګړې په پای ته رسیدو او د دوحې سولې تړون لاسلیک ته خوشاله دي.

دوی د اسلامي امارت له مشرانو غواړي،چې له خلکو سره له حوصلې کار واخلي او بېلابېلو برخو کې ورته چوپړتیاوې او د بیارغونې کارونه ترسره کړي.

د اریوب ځاځيو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« د آریوب ځاځیو له مشرانوغواړو، چې ۴۳ کاله دغه ولس رنځونه لیدلي. ډېر رنځیدلی دی. ولس دې ته اړتیا لري چې د شفقت په غیږه کې ونیول شي او په بیا رغونه کې

چې د روغتیا برخه ده، معارف برخه  او زراعت برخه ده، ټولې ورغوي.»

پوره دوه کاله وړاندې د کب پر ۱۰ اسلامي امارت د امریکا له متحده ایالتو سره له اوږدو مذاکراتو وروسته دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړی،چې له مخې امریکایان له هېواده ووتل او اسلامي امارت واک ترلاسه کړ. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026
جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم
افغانستان

جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم

مارچ 26, 2026
له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې
افغانستان

له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist