د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وایي،هغه کسان چې قانوني اسناد او یا بلنلیک ولري، کولای شي،له کوم خنډ پرته بهر ته ولاړ شي
مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، له اسنادو او په قاچاقي ډول بهر ته تلل منع دي.
مجاهد تر دې وړاندې همدا خبره کړې وه،خو د نه وضاحت له امله له ډېرو نیوکو سره مخ شوه.
ده همدارنګه زیاته کړې،هغه کسان چې له اسنادو پرته هېواد پرېږدي او په قاچاقي لارو له افغانستانه وځي، له ډېرو ګواښونو سره مخ کېږي،چې په غیر قانوني ډول یې له هېواده وتل منع کړي دي.