د بښنې نړیوال سازمان د ټویټ یوه برخه:« کابل کې د طالبانو له خوا د کورونو تلاشي باید زر تر زره ودرول شي. راپورونه وایي،طالبان پر زور د خلکو کورونو ته ننوځي او د هغوی شخصي حریم تر پښو لاندې کوي. د کورونو او لوښو نظم ګډوډوي او کورنۍ ځوروي.»
د کابل امنیه قوماندانۍ د بښنې نړیوال سازمان د ادعا په تړاو بیا وايي، پیل شوي عملیات د خلکو په غوښتنه دي او د نړیوالو عملیاتو په څېر نه دي،چي د خلکو پر کورونو چاپه ووهي.