Skip to content
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن چهار شنبه د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۱ مه» د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کوي.
په دغه ناسته کې به د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې دیبورا لاینز د امنیت شورا غړو ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، هڅه کوي،د افغانستان اقتصادي سکټور پیاوړی او له دې هېواد سره بشري مرستې زیاتې شي.
دا په یوه میاشت کې د افغانستان د روانو حالاتو په تړاو د ملګرو ملتونو څلورمه ناسته ده،چې ترسره کوي یې.
د ملګرو ملتونو امینت شورا تېره میاشت د افغانستان په تړاو په ځانګړې ناسته کې د بشري ناورین د ختمېدو لپاره د مرستې غوښتنه او د تېر حکومت د پخوانیو پوځیانو او ښځینه فعالانو په نیولو یې اندېښنه څرګنده کړې وه.