Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سه شبنې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۰ مه» د اروپا د سولې انستېتیوت له اجرائیه مشر مایکل کتینګ سره لېدنه کړې.
لېدنه کې عبدالکبیر له افغانستان سره د اروپایې ټولنې له مرستو مننه کړې او راتلونکې کې یې له اروپایې ټولنې سربېره له نړیوالو او مرستندویه ارګانونو د بشري مرستو ترڅنګ د ښو اړیکو غوښتنه کړې.
عبدالکبیر ویلي،د اسلامي امارت په راتګ سره امنیت خوندي شوی او نړیوال دې ډاډه وي،چې د افغانستان خاوره به د هېڅ چا پر ضد ونه کارول شي.
د اروپایي ټولنې استازي مایکل کتینګ بیا له اسلامي امارت سره د اروپایي ټولنې او نړیوالو اړیکو د ښه کېدو ډاد ورکړی او ویلي یې دي، له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.