Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خروټی: تېرو شپږو میاشتو کې له ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/02

Xد افغانستان کډوالو او بېرته راستېندونکو چارو وزارت د سه شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۰ مه» د تېرو شپږو میاشتو لاسته راوړنې، ستونزې او راتلوونکي پلانونه له رسنیو سره  شریک کړل.

د یاد وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټی وايي،د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په میلیونه افغانان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي،چې له ډلې یې ۳ میلیونه پاکستان،۳ میلیونه ایران او یو میلیون بیا د نړۍ بېلابېلو

هېوادونو ته کډوال شوي دي.

خروټی وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې له یو شمېر هېوادونو څخه ۵۵۰ زره افغان‌ کډوال  بېرته هېواد ته راستانه شوې دي.

خروټي زیاته کړه:« د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، د رسمي شمېرو پر اساس ۵۵۰ زره خلک،ډېری یې له ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو  بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.  د یادونې وړ ده،چې په

پاکستان کې نږدې ۳ میلیونه، همدارنګه په ایران کې هم ۳ میلیونه او یو میلیون افغانان د نړۍ په نورو هېوادونو کې میشت دي. په ټوله کې ۷ میلیونه افغانان په بهر کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي. »

خروټی وايي، پر کور دننه هم شااوخوا درې میلیونه بې ځایه شوي شتون لري،چې له ډلې یې تر اوسه پورې  ۲۵۰ زره کسان خپلو اصلي سیمو او کورونو ته لېږدول شوي دي.

د خروټي په خبره، د بې ځایه شویو د بېرته ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده او تر دې مهاله یې ۳ میلیونه بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو سره مرستې هم شوي دي.

هغه زیاته کړه:«  په ټول هېواد کې نږدې ۳ میلیونه  کورني بې ځایه شوي کسان شتون لري.  تر اوسه پورې له دغې ډلې له ۲۵۰ زره کسان خپلو سېمو ته بېرته ستانه شوي دي او ترانسپورټ په شمول ورسره اړینې مرستې شوي دي. د پاتې نورو د لېږد پروسه روانه ده.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د کډوالو د ستونزو حل په موخه، به په پاکستان او ایران کې د دغو هېوادونو له چارواکو او یو.این.‌ایچ.سي.‌آر سازمان له استازو سره درې اخېزه ناسته وکړي او له هغې

وروسته به د ایران، پاکستان او یو‌.این.‌ایچ.سي.‌آر استازو سره، په کابل کې یوه څلور اړخیزه غونډه جوړه کړي، تر څو پر کور دننه او ګاونډيو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې حل کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026
جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم
افغانستان

جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم

مارچ 26, 2026
له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې
افغانستان

له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist