Skip to content
له نن پوره دوه کاله وړاندې په همدې ورځ د کب ماشتې پر۱۰ د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا متحده ایالتو او اسلامي امارت ترمنځ داسې هوکړه لاسلیک شوه،چې له مخې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووتل او اسلامي امارت واک ته ورسید.
د دې هوکړې له لاسلیک دوه کاله تیر شول، خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، دغه هوکړه بشپړه نه ده عملي شوې او امریکا چې د توافقنامې اصلي اړخ دی،مهم موارد یې نقض کړي دي.
دوی وايي، د امریکا متحده ایالت د دې پرځای چې یاد تړون یې بشپړ عملي کړی وای او خپلې ژمنې یې عملي کړې وای، برعکس دغه هوکړه یې نقض کړې او افغانستان یې له سختو سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره مخامخ کړی دی.
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د دوحې هوکړه د افغانانو لپاره تاریخي هوکړه ده،خو متاسفانه چې امریکایان په دغه معاهده او خپل تعهد ونه دریدل. د افغانستان پیسې یې کنګل کړې، افغانستان یې له سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخامخ کړ. دافغانستان اسلامي امارت یې پرر رسمیت ونه پیژنده او همداراز د اسلامي امارت هغه مشران،چې په تورلیست کې شامل دي، لاهم له تور لیسته نه دي اېستل شوي.»
خو ځینې نور بیا نیوکه کوي،چې د دوحې هوکړه دواړو خواوو نقض کړې ده، د ښځو او بشر حقونو ته نه پاملرنه او هغه مهال پر سیاسي جوړ جاړي نه عمل هغه څه دي،چې د تړون دې اړخ بابیزه ګڼلي.
په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي:« د افغانستان په اړه د دوحې تړون ډېر اړخونه دي،چې عملي شوي، د بیلګې په توګه افغانستان کې ونه شو، د سیاسي حل لارې لپاره هلې ځلې ونه شوې. مشراکتي نظام د سیاسي خبرو له لارې رامنځته نه شو او د ښځو او بشري حقوقو څخه سرغړونه کیږي.»
خو د اسلامي امارت د رئیس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بیا وايي، اسلامي امارت د دوحې هوکړې پر اساس خپل ټول مسولیتونه ترسره کړي او واشنګټن دې هم خپلې ژمنې عملي کړي.
حنفي وايي، د دوحې هوکړې پر اساس امریکا او ملګري یې مکلف ول،چې د شل کلنې جګړې د ټولو زیانونو په بیا رغونه کې ونډه واخلي او د افغانستان په کورنیو چارو کې به مداخله نه کوي،هغه څه چې دوی یې اوس برعکس روان دي.
حنفي زیاته کړه:« زه د امریکا حکومت ته وایم، لکه څنګه چې اسلامي امارت د دوحې هوکړې ته متعهد دی،همداسې دوی هم باید د دوحې توافقنامه مراعات کړي،کوم تخلف چې دوی کړی دی، باید په مکمل ډول د دوحې په هوکړه عمل وکړي. د دوحې د توافقنامېپر اساس هغو هېوادونو چې دلته حضور درلود، نور حق نه لري،چې د افغانستان په داخلي چاروکې مداخله وکړي. د دوحې دهوکړې پر اساس دوی دا مسولیت درلود،چې د تیرې شل کلنې جګړې له امله چې کوم تخریب رامنځ ته شوی دی، باید په بیارغونه کې یې ونډه واخلي.»
یو شمېر څارونکي بیا په دې باور دي،چې امریکا یوازې خپل سرتیري اېستلي او د یاد تړون د عملي کولو نورې برخې چې د دوی پرغاړه وې،هیڅ عمل یې پرې نه دی کړی.
حکمت الله حکمت وايي:« سره له دې چې دغه تړون په هغه شکل چې پلان شوی وه، نه دی عملي شوی،خو افغانان د دغه تړون او د شل کلنې مبارزې په پایله کې چې د خپلواکۍ او د مرکزي حاکمیت خاوندان شول.»
د دوحې تړون پر اساس د امریکا متحده ایالت او ملګري یې مکلف ول،چې د ۲۰۲۱ کال د اګست تر وروستۍ نیټې پورې په افغانستان کې یوازې خپل پوځي حضور پاېته ورسوي، خو دوی د دغې هوکړې برعکس خپل دیپلوماتان هم واېستل او له افغانستان سره یې خپلې ټولې ډيپلوماتیکې اړیکې ځنډولي دي.
له شااوخوا اووه میاشتو وروسته اوس تازه امریکايي حکومت د افغانستان پر بانکونو او سوداګریزو راکړو ورکړو،بندیزونه نرم کړي،چې دغې پرېکړې د رسمیت پیژندنې لپاره تمې زیاتې کړي.